د ایران بهرنی سیاست په هوښیارې اوځیرې ډيپلوماسۍ اوتعامل ولاړدی
له ګاونډیو هیوادونو او دغه راز دسیمې له هیوادونو سره داړیکو پراختیا،د ایران داسلامی جمهوریت د اوسني حکومت د بهرني سیاست اصلی لومړیتوب دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان بیګا د ایران له نیوز ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې د ایران دحکومت دبهرني سیاست لومړیتوب ، له ګاونډیانو سره لازیات تعامل او ملګرتیا ده،ووئيل و آسیا د پيړۍ د نوی پنځيدلي ښکارندې په توګه ډيرز یات ظرفیّتونه لري،چې ځيني ئې د مونږ په ګاونډیانو کې شته دي .
امیر عبداللهیان همداراز د ایران دتجارت دمبادلاتو د اندازې په باب هم ووئیل،په ځينو حوزو کې په ترټولو کمې اندازې کې ۳۶ فی صده او په ترټولو زیات حالت کې هم پنځه سوه اویا فی صده تجارتي مبادلات مو درلودلي دي .نو ځکه په حکومت کې د اسعارو په حوزې کې توانیدلي یوو،د خارجه وزارت او اقتصادي چارو وزارت او دخصوصي برخې لپاره لا ښه زمینه برابره کړو .
له ګاونډیو هیوادونو او دغه راز دسیمې له هیوادونو سره داړیکو پراختیا،د ایران داسلامی جمهوریت د اوسني حکومت د بهرني سیاست اصلی لومړیتوب دی .