په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۳۴کسان قرباني کړل
(last modified Sun, 24 Jul 2022 11:14:19 GMT )
Jul 24, 2022 15:44 Asia/Kabul
  • په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۳۴کسان قرباني کړل

د  هیوادونو د رسمي احصائې په اساس کرونا ویروس تر دې دمه په دنیا کې څه دپاسه  پنځه سوه څلور اویا میلیون  او اته لکه پنځه زره کسان ککړکړي  چې له دوي څه دپاسه  شپږمیلیون څلورلکه دوه زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

د ایران د اسلامی جمهوریت د روغتیائي چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ،په تیرو شواروز کې د نورو ۳۴کرونائي ناروغانو په مړینې سره تردې  دمه په ایران کې دکرونائي قربانیانو شمیر یو لک یو څلویښت زره شپږ سوه څلور اتیا تنو ته رسیدلی دی.

  ددغې اعلامیې په اساس،په تیرو ۲۴ساعتونو کې  همداراز د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس،په ایران کې په کروناویروس نور اته زره اته سوه یودیرش تنه ککړ شوي  چې له دوي یو زر دوه سوه لس کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي او له دوي سره په ایران کې تر دې د مه په کرونا دککړو کسانو شمیر  اوه میلیون درې لکه اته ویشت زره یو سل پنځوسو تنو ته رسیدلی  چې له دوي په درملنې پسې  اوه میلیون  درې اویا زره  یو سل دوه څلویښت کسان ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .