د اصفهان د تحقیقاتي اټومي ریکټر د جوړولو کار پیلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119018-د_اصفهان_د_تحقیقاتي_اټومي_ریکټر_د_جوړولو_کار_پیلیږي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي وویل په راتلونکو اوونیو کښې د تحقیقاتي ریکټر د جوړولو اجرايي عملیات په رسمي ډول د اصفهان په اټومي مرکز کښې پیلیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2022 23:26 Asia/Kabul
  • د اصفهان د تحقیقاتي اټومي ریکټر د جوړولو کار پیلیږي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي وویل په راتلونکو اوونیو کښې د تحقیقاتي ریکټر د جوړولو اجرايي عملیات په رسمي ډول د اصفهان په اټومي مرکز کښې پیلیږي.

هغه د اصفهان د اټومي مرکز د لیدو په وخت وویل د تحقیقاتي ریکټرونو په تیره بیا د هغه ریکټر په باره کښې مو چې وکولای شي د نورو اټومي ریکټرونو لپاره د سونګ ټیسټ او ازمیښت ترسره کړي پلانونه کړي ده چې د ترسره شویو مطالعاتو پراساس په راتلونکو اونیو کښې به د تحقیقاتي ریکټر د جوړولو عملیات په رسمي ډول د اصفهان په اټومي مرکز کښې پیل شي او باید ووایو چې دغه پلان کاملا ایراني او ځايي دی کوم به چې زمونږ لپاره تحقیقاتي ، جاجونې او د ټیسټ کړۍ او د اټومي بریښنا د تولید لپاره ډاډ بښنل تکمیل کړي.

محمد اسلامي دغه راز وویل چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس اوس هم د ایران په اټومي تاسیساتو کښې شتون لري او د سیف ګارډ په چوکاټ کښې څارنه لري.