د ایران او رروسې ایټمی مرکچي ټیمونو سره کوټلي مشورې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119380-د_ایران_او_رروسې_ایټمی_مرکچي_ټیمونو_سره_کوټلي_مشورې_کړي
ټاکل شوې ده ، د ایران او ۴+۱ ډلې  داستازو ترمینځ  خبرې اترې نن په مختلفو فارمټونو کې ترسره شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 05, 2022 09:31 Asia/Kabul
  • د ایران او رروسې ایټمی مرکچي ټیمونو سره کوټلي مشورې کړي

ټاکل شوې ده ، د ایران او ۴+۱ ډلې  داستازو ترمینځ  خبرې اترې نن په مختلفو فارمټونو کې ترسره شي.

د ایران داسلامی جمهوریت  د ایټمي مرکچي ټیم مشر علی باقري کني چې پرون  دایټمي خبرواترو د  روانې مرحلې کې د ګډون لپاره  ویانا ته تللی ، نن سهار ئې  د  روسیې دایټمي مرکچي ټیم له مشر  اولیانوف سره لیده کاته کړي او د خبرواترو د نتیجو په باب ئې ورسره مشورې کړي دي.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، دایران د ایټمی مرکچي ټیم  مشر علی باقری کني  پرون هم په جلاجلا توګه د  ایټمي خبرواترو له مرستیال غږملونکي او د  اروپائي اتحادېئ دبهرني سیاست د مشر  له مرستیال آنریکه مورا  او د آسټریا له مرستیال خارجه وزیر پيټر لاؤنسکي ټیفنټهل سره  هم لیده کاته کړي  وو.

ټاکل شوې ده ، د ایران او ۴+۱ ډلې  داستازو ترمینځ  خبرې اترې نن په مختلفو فارمټونو کې ترسره شي.

Image Caption