په ویاناکې د سیف ګارډز مقرراتو په باب خبرو ته تیار یوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119450-په_ویاناکې_د_سیف_ګارډز_مقرراتو_په_باب_خبرو_ته_تیار_یوو
د ایران دایټمي انرژۍ دادارې ویندوي کمالوندي دبندیزونو د ختمولولپاره په خبرواترو کې له سیف ګارډز  مقرراتو سره اړونده موضوعګانو په باب ټينګار وکړ ، په دې باب خبرواترو باندې بوخت یوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2022 07:23 Asia/Kabul
  • په ویاناکې د سیف ګارډز مقرراتو په باب خبرو ته تیار یوو

د ایران دایټمي انرژۍ دادارې ویندوي کمالوندي دبندیزونو د ختمولولپاره په خبرواترو کې له سیف ګارډز  مقرراتو سره اړونده موضوعګانو په باب ټينګار وکړ ، په دې باب خبرواترو باندې بوخت یوو .

د یوه مسئولیّت منونکي هیواد په توګه د ایران اسلامی جمهوریت، په کرتو وئيلی دي ، دې ته په پام سره چې  امریکا هغه لوری هیواد دی چې دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  خلاف ورزي ئې کړې ده،چې باید د بندیزونو په ختمولو سره بیرته نړیوالې موافقې ته وګرځي  او لازمه ده چې د امریکا د ژمنتیاؤ اجرا تائيد هم شي .

دا په داسې حال کې دي چې په ویانا کې دایران او ۴+۱ډلې ترمینځ دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دخبرو اترو پړاؤ روان دی.

ایرناخبری آژانس دایران د ایټمي انرژۍ د ادارې ویندوي بهروز کمالوندي  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دخبرواترو له غږملونکي آنریکا مورا سره د ایران د مرکچي ټيم د کارپيژاندونکي ټیم  دکتنې ترڅنګ،له سیف ګارډز سره د اړونده موضوعګانو په باب ووئيل ،  دخبرواترو بهیر مناسب دی.

د ایران داسلامی جمهوریت مرکچي ټيم،له درې میاشتنۍوقفې وروسته، د بندیزونو د ختمولو لپاره  دخبرواترو د دوام لپاره دتیرې چارشنبې په ورځې په ویانا کې بیا پیل شوي دي.