ایران په جرمني کې د قرآن کریم بې حرمتي په کلکه محکوموي
کنعاني ټينګار وکړ، دغه سپک اقدام یو فتنه ګر او کرکیجن اقدام دی او د درستو مسلمانانو ،موحدانو او پاک وجدان لرونکو او ددینونو ترمینځ دخبرواترو اوګډ ژوند باندې عقیده لرونکو له خوا په سخته محکوم دی .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ، دایران دخارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني د حسینی تاسوعا په ورځ،د جرمني د هامبرګ اسلامی مرکز په وړاندې د قرآن مجید او داسلامی سپيڅلتیاؤپه بې حرمتۍ کې د په ګوته شمیر غولیدلولمسؤنکی اقدام په کلکه محکوموي.
کنعاني ټينګار وکړ، دغه سپک اقدام یو فتنه ګر او کرکیجن اقدام دی او د درستو مسلمانانو ،موحدانو او پاک وجدان لرونکو او ددینونو ترمینځ دخبرواترو اوګډ ژوند باندې عقیده لرونکو له خوا په سخته محکوم دی .
هغه همداراز ددغه شان سپکو اوفتنه رامینځةکونکو اقداماتو دخطرناکو نتیجو په باب خبرداری ورکړاو وې وئيل ، اسلامی سپيڅلیتاؤ ته دغه شان سپک نظر، دتکفیری اوداعشي تاؤتریخجنو اوافراطپالو عقیدو په وجه دي چې د دوي په ضد پیاوړی او مخه نیونکی چلند د بشری حقوقو،آزادۍ او ډيموکراسۍ د مدعي حکومتونو مسئولیّتونه دي .
د ایران دخارجه وزارت ویدوي له دغې افسوسناکې واقعې په وړاندې د جرمني دحکومت په ځواب وئيلو باندې په ټينګار سره روښانه کړه، ددغه سپک اقدام له عواملو سره په چلند کې د جرمني دپیاوړي ،سخت اوجوت غبرګون په تمه یوو او ددغه شان ا قداماتو دتکراریدا دمخینوی لپاره په چټکې قضائي تعقیبونې پسې یوو.ددغه ډول فتنه رامینځةکونکي اقدامات چې تر شا ئې نړیوال صهیونزم اواستکباري لاسونه دي ،یو ځل بیا د اسلام ددښمنانو د دسیسو په وړاندې داسلامی هیوادونو او مسلمانانو د لازیات انسجام اواتحاد اهیمّت دوه چنده کوي .