د صیهونیسټ رژیم په وړاندی دفلسطین مقاومت ځیرې ورکونکې دې
د جهاد اسلامی حرکت ثابته کړه چی د اسلامي مقاومت هره برخه په یوازې سر د غلیم د ارادې د ماتولو توان لری او نن د مقاومت د ټولو ډلو د باور او یوزړه والی په سیوره کی له بلې هرې ورځې د غاصب دښمن زوال نږدې دې .
د ایرنا له راپور سره سم د ایران د اسلامی شورا مشر ښاغلی قالیباف نن د پارلیمان په څرګنده غونډه کې د اسراییلو د نیواکګررژیم په وړاندی د فلسطیني ډلو مقاومت ته په اشارې سره جوته کړه د جهاد اسلامی حرکت ثابته کړه چی د اسلامي مقاومت هره برخه په یوازې سر د غلیم د ارادې د ماتولو توان لری او نن د مقاومت د ټولو ډلو د باور او یوزړه والی په سیوره کی له بلې هرې ورځې د غاصب دښمن زوال نږدې دې .
د صهیونیسټي رژيم د پوځ د اګست په ۵ په بې آمانه بمباریو کې ۴۵کسان شهیدان شوی چې په دوي کې پنځلس شهیدان ماشومان دي. په دغو یرغلونو کې ۳۶۰ کسان هم ژوبل شوی دی
د مقاومت ډلو هم د غاصوب نیواکګرانو د دغه جنایت په ځواب کی په صیهونیسټانو په سلګونو توغندی ویشتلی دي چی له امله یې ۶۰ صیهونیسټان روغتون ته منتقل شوي دي .