امام خمیني په خلکو باور درلود
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120028-امام_خمیني_په_خلکو_باور_درلود
ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د حکومت د کابینې غړو د دولت د اونۍ په رارسیدو سره نن د اسلامي انقلاب د بنسټګر په پاک حرم کښې په شتون سره د امام خمیني له آرمانونو سره ژمنه تازه کړه
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 23, 2022 07:50 Asia/Kabul
  • امام خمیني په خلکو باور درلود

ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د حکومت د کابینې غړو د دولت د اونۍ په رارسیدو سره نن د اسلامي انقلاب د بنسټګر په پاک حرم کښې په شتون سره د امام خمیني له آرمانونو سره ژمنه تازه کړه

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چې خلکو ته د امام خمیني(رح) نظر یو تشریفاتي نظر نه و بلکې هغوي په خلکو باور درلود او په خدای باندې د اعتقاد په رڼا کښې یې د خلکو خدمت، پروردګار ته د نزدې کیدو زمینه بلله.

ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د حکومت د کابینې غړو د دولت د اونۍ په رارسیدو سره نن د اسلامي انقلاب د بنسټګر په پاک حرم کښې په شتون سره د امام خمیني له آرمانونو سره ژمنه تازه کړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې نن راغلي یو چې له امام خمیني سره ژمنه وکړو ترڅو د خدای لپاره خدمت وي، وویل: حکومت باوري دی چې هر چرته په خلکو ملا وتړي، کامیابیږي.

ولسمشر رئیسي په مقدسې دفاع کښې د بریالیتوب وجه په خلکو باندې د امام خمیني اعتماد وباله او ویې ویل: د امام دغه کار باید د خپلو کارونو سرمشق وګرځوو.

هغه څرګند کړه چې ټول حکومتي چارواکي باید عدالت ته پاملرنه وکړي، که په دې لاره ګام پورته کړې شي نو د خلکو اعتماد لاسته راتلی شي.