Aug 30, 2022 03:24 Asia/Kabul
  • ایران د قانون په چوکاټ کښې د عراق د موضوعګانو حل غواړي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په عراق کښې د ملي وحدت ساتل او د قانوني ادارو احترام کول اهمیت لرونکي وبلل او د عراق د حکومت د اقتدار د ساتلو او د قانوني بهیرونو په چوکاټ کښې د هیواد په داخلي ډګر کښې د مطرحو موضوعګانو په حل کیدا یې ټینګار وکړ.

پرون په عراق کښې له سیاسي فعالیتونو د مقتدا صدر د څنګ ته کیدا له بیانیې وروسته د مقتدا صدر پلویانو د بغداد په شنې سیمه کښې د ولسمشر په ماڼۍ یرغل وکړ او څو ساعته وروسته او په ولسمشرۍ ماڼۍ باندې د امنیتي ځواکونو له کنټرول وروسته د مقتدا صدر پلویانو د بغداد له شنې سیمې شاتګ وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د عراق د باندنیو چارو وزیر فواد حسین پرون د دوه اړخیزه اړیکو د حالت ، د سیمه ییزو او د نړیوالو بدلونونو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغو خبرو کښې د حسیني اربعین له زیارتوالو څخه د عراق د خلکو او د حکومت د ښه کوربه توب په قدرونې سره د دغه ستر لاریون په ښه ډول د ترسره کولو لپاره د مناسبو شرایطو د رامینځته کولو لپاره په دواړو هیوادونو کښې ترسره شوي هڅې اهمیت لرونکي وبللې.

د عراق خارجه وزیر فواد حسین  ایران او عراق له یوبل سره اړونده وبلل او ټینګار یې وکړ هیواد به یې د عراق له خاورې د ایران د اسلامي جمهوریت د ګواښلو اجازه ورنکړي.

 

ټیګونه