ایران په ټولو ډ ګرونو کې دپاکستان ترڅنګ ولاړ دی
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د پاکستان له خارجه وزیر سره په ټيلیفوني تماس کې په دوو اړخیزو،سیمه ایزو او نړیوالو ډګرونو کې دګډ اهتمام په باب دترټولو مهمو مضوعګانو په باب سره خبرې اترې او دنظر تبادله وکړه.
حسین امیر عبداللهیان د پاکستان له خارجه وزیر بلاؤل بوټو زرداري سره په ټيلیفوني تماس کې په دغه هیواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د سر او نورو تاوانونونو باندې سخته غمراضي ښکاره کړې او ددغه هیواد له حکومت او ملت سره ئې د هر ډول مرستو لپاره دایران دملت او حکومت چمتووالی اعلان کړ .
امیر عبداللهیان همدرااز دپشین- مند دګډې بازارچې دافتتاح لپاره چمتوالی وښود اوټيڼګار ئې وکړ،ددواړوهیوادونو دګډو پولو امنتی او دتجارت په پراختیا کې دسرحدي بازارچو پرانیسته ډير غوره رول لري .
د ایران خارجه وزیر دافغانستان بدلونونو ته په اشارې سره په دغه هیواد کې د درستو افغان ډلو ټپلو او قومیّتونو په ګډون دټولشموله حکومت پر جوړیدا ټيڼګار وکړ اوهیله ئې وښودله ، دافغانستان دګاونډيو هیوادونو دخارجه وزیرانو ناسته د سیمې دهیوادونو په ګډون سره جوړه شي .
د پاکستان خارجه وزیر هم د پاکستان له سیل ځپلو خلکو سره دایران د حکومت اوولس دمرستو اوخواخوږیو په قدرونې سره ، ډير زیاتو تاوانونون ته په پام سره ډ ایران دملګرتیااو مرستو د دوام غوښته وکړه.بلاؤل بوټو د ایران او پاکستان د ګډاقتصادي کمیشن دیویشتمې غونډې په ترسره کیدا دخوښۍ په ښودلو سره ددواړوهیوادونو ترمینځ دتخنیکی کیمټيو د ترسره کیدا لپاره د اسلام اباد دحکومت چمتووالی اعلان کړ. هغه ټينګار وکړ، اسلام اباد د افغانستان په موضوع کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره ګډ دریځونه لري.
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر همداراز د متحده عربی اماراتو له خارجه وزیر سره په ټيلیفوني تماس کې د دوو اړخیزو ،سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو اوبدلونونو په باب خبرې آترې وکړې او دغه راز ئې له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا دا یران د اسلامی جمهوریت دبهرنی سیاست یو لومړیتوب وبالۀ.
د ایران خارجه وزیر دغه راز دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب له وروستیو بدلونونو او دبندیزونو دختمونکو خبرواترو د پرمختګ په باب هم داماراتو خارجه وزیر خبر کړ او ټينګار ئې وکړ، اسلامی ایران دیوې پیاوړي ،تل پاتې له ښه نیته ډکې اومتوازنې موافقې پسې دی او په دې اړه ئې خپل ښه نیّت ښودلی دی.
دمتحده عربی اماراتو خارجه وزیر هم له ایران سره دخپل هیواد داړیو اهمیّت ته په اشارې سره د دوواړخیزو اقتصادي اوتجارتی ملګرتیاؤ دپراختی او همدرااز ددواړو لورو د کنسولي اواقتصادي غونډو دترسره کیدا لپاره پر چمتووالی ټینګار وکړ.