ایران په یمن کښې د اوربند کامل ملاتړ کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي هانس ګرونډبرګ سره په کتنه کښې وویل د یمن امنیت د فارس خلیج او د سیمې په ثبات نیغ په نیغه اغیز لري.
حسین امیر عبداللهیان په دغه کتنه کښې په دې خبرې سره چې د یمن د برخلیک په هکله نهايي فیصله کونکي د دغه هیواد خلک دي ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت د یمن د ستر ملت د امنیت د سولې او د ثبات غوښتونکی دی.
هغه زیاته کړه د موجوده شرایطو دوام او د پایداره اوربند تحقق د یمن د انساني کلابندۍ په کامل ډول له لغو کیدا سره تړلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ نشو کولای د یمن د شل میلیونه ښځو ، ماشومانو او د سړیو د برخلیک په هکله چې د روغتیا د اوبو او د درملو په شان د لومړنیو ضرورتونو د تامینولو لپاره په سختو شرایطو کښې دي بې تفاوته ووسو.
د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي ګرونډ برګ هم د ایران د اسلامي جمهوریت د رغنده اقداماتو قدرونه وکړه او زیاته یې کړه د ځانګړي استازي په توګه د ماموریت له پیل څخه په یمن کښې د اوربند د ټینګولو هڅه کوم.