په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازولی مرستیالې:
دایټمي وسلو د نه ازموینې ژمنه دي په حقوقي الزام بدل شي
په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازې مرستیالي ویلي چي د ایټمي وسلو د نه ازموینې ژمنه د ایټمې بې وسلې کېدلو ځایناستې نه شي کېدای خو سره له دې باید د نه ازموینې ژمنه په حقوقي الزام باندې بدل شي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازې مرستیالې زهرا ارشادي د ایټمي د نه ازموینې په نړیواله کلیزه کې ویلي چي د ایټمې نه ازموینې د تړون له لاسلیکېدو څخه ۲۶ کاله تیر شوي خو لاهم په ایټمي وسلو سمبال هیوادونه په دې زمینه کې په خپلو ژمنو عمل نه دي کړي.
د هغې په وېنا کې په ایټمي وسلو سمبال هیوادونه په خپلو ژمنو عمل کړې وای اوس به د ایټمې وسلو د له مینځه وړلو لپاره زمینه برابره شوې وای.
ارشادي وویل چي د ایټمي وسلو ازموینې په نړیواله کچه په ژواک او چاپېریال ناوړه اثرات کړي او تر دې دمه په ایټمې وسلو سمبال هیوادونو ۲۰۰۰ ازموینې کړي چي تر ټولو زیات یعني د دې شمېر نیمایې ازموینې د امریکې له لوري تر سره شوي دي.
هغې زیاته کړه چي د ایټمې وسلو د ختمېدو د نړیوال تړون د شپږمې مادې پر بنیاد باید تر اوسه په نړۍ کې ټولې ایټمې وسلې ختمي شوې وای خو ایټمې طاقتونو په دې زمینه کې هیڅ عملي اقدام نه تر سره کوي.
د ایران د استازي مرستیالې تاکید وکړ چي دا کار باید د صهیونیست رژیم له لوري هم تر سره شي ځکه چي مینځني ختیځ د صهیونیست رژیم د ډله وژنه ایټمي وسلو د امله بې ثباته شوی دی.