په ایټمي مزکراتوکې د ایران له منطقي غوښتنود چین پریکنده ملاتړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120812-په_ایټمي_مزکراتوکې_د_ایران_له_منطقي_غوښتنود_چین_پریکنده_ملاتړ
په همدې دلیل تهران هم په ایټمی خبرواترو کې خپلې منطقي غوښتنې چی د چین او اروپا په شمول د مزاکراتو کونکیو لورو د تایید وړ دي ، امریکایی لوری ته وړاندې کړي . خو لکه څرنګه چی دغه هیواد تل په ایټمی چارو کې خپل یواړخیز پاله سیاست تعقیبوی او تمه لري چی ټول لوري یوازې د هغې د خبرو تاییدونکي وي ، کوشش کوی چی خبرې اترې ناکامې کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2022 11:37 Asia/Kabul
  • په ایټمي مزکراتوکې د ایران له منطقي غوښتنود چین پریکنده ملاتړ

په همدې دلیل تهران هم په ایټمی خبرواترو کې خپلې منطقي غوښتنې چی د چین او اروپا په شمول د مزاکراتو کونکیو لورو د تایید وړ دي ، امریکایی لوری ته وړاندې کړي . خو لکه څرنګه چی دغه هیواد تل په ایټمی چارو کې خپل یواړخیز پاله سیاست تعقیبوی او تمه لري چی ټول لوري یوازې د هغې د خبرو تاییدونکي وي ، کوشش کوی چی خبرې اترې ناکامې کړي .

 

د چین خارجه وزیر ټینګار وکړ پیکنګ په ایټمی خبرواترو کې د اسلامي ایران له منطقي غوښتنو ملاتړ کوي .

وانګ یی وویل په نړیوال ډګرکې یوقطبی توب اویواړخیزه اقدامات د منلو ندي او پیکنګ په ایټمی خبرو کې د ایران له منطقي غوښتنو پریکنده ملاتړ کوي .

په نړیواله ټولنه کې دا اخیستون موجود دې چی لویدیځ په تیره بیا امریکا د ایټمی فعالیتونو په ډګر کې د انحصار پالنې لپاره په هلوځلو سره په لټه کې دي یوډول ایټمی اپارتاید رامینځته کړی په همدې دلیل اجازه نه ورکوي خپلواکه او د لودیځ له چورلیزه بهر هیوادونه د ایټمی ټیکنالوجي درلدونکي شي . پر دې سربیره امریکا او او نور لویدیځ هیوادونه  د واشنګټن د سیاستونو په مخالفو هیوادونو د امنیتی او سیاسی دباونو د اعمالولو لپاره له مختلفو اړمونو استفاده کوی چی د ایران په اړه امریکا زیاتره له ایټمی فعالیتونو استفاده کوی او هڅه کوی د ایټمی فعالیتونو په اړه په چټی تورونو سره اسلامی ایران د سپینې ماڼۍ په وړاندې تسلیمیدا ته مجبوره کړي . د نړیوالو مساییلو کارپیژاندې دیویډ لیون هارټ په دې باره کی وایی د امریکا د تصور په اپوټه د ایران ، چین او روسیې په شان په هیوادونو د دباو اعمالول چی امریکایی ضد دریځونه لري ، نه یوازې کار جوړونکي ندي بلکې د نوی چورلیز د رامینځته کیدا سبب شوي دي چی په ډیرو موردونو کې د امریکا زیات نه زیات دباونه هم شنډوي .

شک نشته چی د نړیوالو لپاره په بشپړه روښانه شوی ده چی د ایران ایټمی فعالیتونه کاملا شفاف دي . په همدې دلیل د ایټمی انرژۍ له نړیوال اژانس سره یې تل ښې ملګرتیاوې درلودلي دي او د هغو پلټونکیو هم په ځلونو د اسلامی ایران د ایټمی فعالیتونو شفاف والې او سموالې تایید کړې دې . له دې امله د دغو فعالیتونو په اړه هرډول چټی تورونو مطرحول په بشپړه سیاسی او غرضي دي . په همدې دلیل تهران هم په ایټمی خبرواترو کې خپلې منطقي غوښتنې چی د چین او اروپا په شمول د مزاکراتو کونکیو لورو د تایید وړ دي ، امریکایی لوری ته وړاندې کړي . خو لکه څرنګه چی دغه هیواد تل په ایټمی چارو کې خپل یواړخیز پاله سیاست تعقیبوی او تمه لري چی ټول لوري یوازې د هغې د خبرو تاییدونکي وي ، کوشش کوی چی خبرې اترې ناکامې کړي . هغه تجروبه چی د شمالی کوریا د شپږ اړخیزه ایټمی مزاکراتو په اړه هم ښکاره ده .

د نیوالو مساییلو کارپیژاندې ډیویډ سنګر وایی امریکا په مقابل لوری د خپلو غوښتنو د ورتپلو لپاره په هڅې سره نه یوازې د خبرو اترو بهیر سختوی بلکې دغه بهیر له تعامل وباسی او مقابلې په لور یې بیایی چی  د نویو چورلیزونو په رامینځته کولو سره د مقابلې بهیر پخپله واشنګټن لپاره هم سختیږی .

په هر حال د اسلامي ایران له سوله ایز ایټمی پروګرام نړیوال ملاتړونه په داسې حال کې چی دغه هیواد هماغه راز د لویدیځ د زهرجنو تبلیغاتو تر بمباریو لاندې دې ، په ایټمی فعالیتونو کې په خپلو حقه غوښتنو تعقیبولو کې د تهران د حقانیت ښودنه کوی  او هیڅکله اجازه نه ورکوی د ایټمی فعالیتونو په ډګر کې له خپلو نړیوالو روا حقوقو د امریکا او د هغې د متحدانو تر ډیر غوښتنو لاندې چیخني شي . په دغو شرایطوکې له چین هم نړیواله تمه دا ده چی په ایټمی فعالیتونو کې د هیوادونو له روا حقوقو په ملاتړ کې په نړیوال ډګر کې د مسولیت مننونکی هیواد په توګه یوازې د بیانیې په خپرولو بسنه ونکړی بلکې د امریکا تر بایکاټونو لاندې له هیوادونو سره په ملګرتیا کې په عملي اقداماتو سره د واشنګټن د یواړخیزپالنې د ماتې زمینې له مخکې زیاتې برابرې کړي تر څو امریکا په جدی توګه د امریکا او د هغې دمتحدانوله زور وینو  سره په مخالفت کې د ختیځ چورلیز قدرت او موقعیت درک کړي .