اسلامی ایران ملګروملتو ته د آلبانیه په ضد سخت اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120836-اسلامی_ایران_ملګروملتو_ته_د_آلبانیه_په_ضد_سخت_اعتراض_وکړ
په ملګروملتو کې  دایران دا سلامی جمهوریت دایمی نمایندګۍ  ددغې موسیسې سرمنشي  او په دغې موسیسې کې دآلبانیه  دایمی نمایندګۍ ته په یوه لیک  کې په تیرانا ښار کې د  ایران دډيپلوماټيکو  او کنسولی ځایونو په ضد ددغه هیواد د حکومت  تاؤتریخجن اقدامات په کلکه محکوم کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2022 08:20 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران ملګروملتو ته د آلبانیه په ضد سخت اعتراض وکړ

په ملګروملتو کې  دایران دا سلامی جمهوریت دایمی نمایندګۍ  ددغې موسیسې سرمنشي  او په دغې موسیسې کې دآلبانیه  دایمی نمایندګۍ ته په یوه لیک  کې په تیرانا ښار کې د  ایران دډيپلوماټيکو  او کنسولی ځایونو په ضد ددغه هیواد د حکومت  تاؤتریخجن اقدامات په کلکه محکوم کړل.

 له عراقه د منافقینو دترهه ګرې ډلګئ دجنایتکارو له ویستل کیدا وروسته ،دغه ډلګۍ د امرکیا په فرمان او د ناټو موسیسې د نورو غړو په غږملتیا سره آلبانیه ته کډه په سر شول څو له هغه ځایه  د ایران د ولس په ضد ورانکار اقداماتو او جاسوسۍ ته دوام ورکړل شي.

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت دنمایندګۍ په دغه لیک کې  چې  آنتونیو ګوتریش ته هم لیږدول شوی دی ، د ایران اسلامی جمهوریت په تیرانا ښار کې دستمبر په اتمه نیټه د ایارن د ډيپلومآټيکو اوکنسولي  ځایونو په ضد د آلبانیه د پولیسو تاؤتریخجن اقدامات او د ایرانیو اړونده چارواکو له جازت پرته واریدیدل په کلکه محکوم کړل.

په دغه لیک کې راغلی دي،اسلامي ایران د آلبانیه له حکومته غواړي ،چې د ۱۹۶۳کال او ۱۹۶۱کال د ویانا کنونشنونو  دقواعدو او پر ډيپلوماټيکو او کنسولی اړیکو واکمن  نړیوالو حقوقو  او اصول دې په بشپړ ډول رعایت کړي او ددغو ځایونو او ډيپلوماټانو  امنیت او حفاظت  دې وساتی  او هرډول تیري او تاؤتریخوالی به دغه هیواد ته بدې پایلې ولري.

په ملګروملتو کې د ایران  نمایندګۍ ټينګار کړی دی،  دایران اسلامی جمهوریت حق لری، په تیرانا ښار کې د ډيپلوماټیکو او کنسولي  ځایونو په ضد شوي خلاف ورزیو په هکله   داختلافاتو دسوه له ایز حل په خاطر له نورو آوزارونو څخه د استفادې لپاره خپل حق  محفوظ ګڼي