اسلامي ایران تل د یمن د خلکو ملاتړی و او دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په تهران کښې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مرکچي پلاوي مشر او د انصار الله غورځنګ له ویاند محمد عبدالسلام سره په کتنه کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت تل د یمن د خلکو د ارادې او د غوښتنې ملاتړ اعلان کړی دی.
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مرکچي پلاوي مشر او د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام پرون تهران ته په سفر سره د ایران د باندنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتنه او خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغه کتنه کښې په یمن کښې د اوربند له پیلیدا او د هغه له تمدیدا د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ په اعلانولو سره دغه اوربند د پایداره سولې د ټینګیدا لپاره سریزه وبلله او هیله یې وکړه چې د یمن د کلابندۍ په کامل ډول ختمیدا سره د یمن انساني دوسیه پرانیستل شي.
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لوړرتبه مرکچي محمد عبدالسلام هم په دغه کتنې کښې د یمن له خلکو د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو قدرونه وکړه او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان یې د خپل هیواد له وروستیو بدلونونو خبر کړ.
محمد عبدالسلام د سعودي عربستان لخوا د ژمنو د ماتولو او د اوربند د اصلي عناصرو په نیمګړي ډول په اجرا باندې د نیوکې په ترڅ کښې د یمن د خلکو د انسان دوستانه مسائیلو حل کیدل په هیواد کښې د عادلانه سولې د پرمختګ لپاره ضروري وبلل.
څو میاشتې کیږي چې د ملګروملتونو په مینځګړیتوب سره په یمن کښې د ښکیلو لورو ترمینځ اوربند ټینګ دی خو د سعودي عربستان ائتلاف هره ورځ د دغه اوربند خلاف ورزیانې کوي.