ایران ته څه د پاسه ۲۲زره پاکستاني زایرین راغلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120980-ایران_ته_څه_د_پاسه_۲۲زره_پاکستاني_زایرین_راغلي_دي
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د اربعین کمیټۍویندوی جواد قنبري وویل تراوسه دوه ویشت زره درې سوه پینځه دیرش پاکستاني زایرین له میرجاوه او ریمدان پولو دغه ولاایت او بیا کربلای معلی په لور ولاړ دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2022 10:44 Asia/Kabul
  • ایران ته څه د پاسه ۲۲زره پاکستاني زایرین راغلي دي

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د اربعین کمیټۍویندوی جواد قنبري وویل تراوسه دوه ویشت زره درې سوه پینځه دیرش پاکستاني زایرین له میرجاوه او ریمدان پولو دغه ولاایت او بیا کربلای معلی په لور ولاړ دي .

زرګونه پاکستاني زیارتوال د ایران له ځمکنیو سرحدونو په اوړیدو سره عراق ته رسیدلې دي .د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د اربعین کمیټۍویندوی جواد قنبري وویل تراوسه دوه ویشت زره درې سوه پینځه دیرش  پاکستاني زایرین  له میرجاوه او ریمدان پولو دغه ولاایت او بیا کربلای معلی په لور ولاړ دي .

د ایران او عراق د کورنیو چارو د وزیرانو له موافقې او د ایران د سویل په شلمچه معبر کښې د حسیني اربعین زیارتوالو ته د تګ د پاڼې په صادریدو سره، په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې زرګونه پاکستاني او افغانستاني زیارتوال له دغې سرحدي لارې څخه د عراق خاورې ته واوښتل.

د ایران د اربعین د مرکزي کمیټې مشر سید مجید میراحمدي  هم پرون د شلمچې په سرحد کښې د ۳۰ زره افغانستاني کډوالو شتون او شیبه په شیبه یې د شمیر زیاتیدو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د عراق حکومت د افغانستاني ښاریزو د ورتګ لپاره ډیر محدودیتونه ټاکلې دي چې له امله یې د هغوي د اوړیدو کار ورو روان دی او په پوله کښې رش جوړ شو.

هغه له زیارتوالو وغوښتل چې د شلمچه سرحد د رش تر کمیدو پورې، عراق ته د تګ لپاره د جذابه سرحد غوره کړي.