ایران له شنګهايي سازمان سره ملګرتیا ته تیار دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د شنګهايي له ملګرتیا سازمان او له غړو هیوادونو سره یې په مختلفو برخو کښې ملګرتیا ته د تهران چمتووالی اعلان کړ
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د شنګهايي له ملګرتیا سازمان او له غړو هیوادونو سره یې په مختلفو برخو کښې ملګرتیا ته د تهران چمتووالی اعلان کړ
سید ابراهیم رئیسي نن ازبکستان ته د سفر په دویمه ورځ د شنګهايي د ملګرتیا سازمان له عمومي منشي ژانګ مینګ سره په ملاقات کښې، په دغه سازمان کښې د غړیتواب لپآره د ایران د اقداماتو د بهیر په تشریح کولو سره، په سیاسي، اقتصادي، ټرانزټي او د ټیکنالوجۍ په برخو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پراخ ظرفیتونه بیان کړل.
په دغه کتنه کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان عمومي منشي هم په سیمه ایزې اتحادیې کښې د ایران د دائمي غړیتواب لپاره د دغې موسسې د دارالانشاء اقداماتو ته په اشارې سره وویل: پرون د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره د شنګهايي په ملګرتیا سازمان کښې د ایران د شاملیدو تړون لاسلیک شو چې څلویښت سندونه لري.
د ژانګ مینګ په وینا، ایران به راتلونکې کال د شنګهايي د ملګرتیا سازمان په غونډه کښې د یو دائمي غړي په توګه ګډون وکړي.
هغه څرګنده کړه: ایران یو ستر او اغیزشیندونکی هیواد دی چې د سیمې او نړۍ په امنیت کښې ښه رول لوبولی شي.