رئیسي: له بایډن سره به هیڅ ملاقات ونه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121156-رئیسي_له_بایډن_سره_به_هیڅ_ملاقات_ونه_شي
آیت الله رئیسي وویل چې له جو بایډن سره به هیڅ ډول ملاقات ونه کړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2022 03:01 Asia/Kabul
  • رئیسي: له بایډن سره به هیڅ ملاقات ونه شي

آیت الله رئیسي وویل چې له جو بایډن سره به هیڅ ډول ملاقات ونه کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د ۷۷ غونډې په درشل کښې له یوې امریکايي رسنۍ سره په خبرواترو کښې وویل: د امریکې له ولسمشر سره به هیڅ ملاقات ونه شي

د ایرنا د خبر له مخې ټاکل شوې چې ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په اووه اویایمې سرمشریزې کښې د ګډون لپاره نیویارک ته لاړ شي.

سي، بي، ایس نیوز چینل خبر ورکړی چې آیت الله رئیسي له دغه خبري چینل سره په مرکه کښې وویل چې له جو بایډن سره به هیڅ ډول ملاقات ونه کړي.

د دغه رپورټ له مخې آیت الله رئیسي د ملګرو ملتو د د عمومي اسمبلۍ د غونډې ترڅنګ له بایډن سره د کتنې د احتمال په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: فکر نه کوم چې داسې کومه کتنه وشي، نه ملاقات ګټه ور ګڼم او نه مذاکره.

ولسمشر رئیسي د دې پوښتنې په ځواب کښې چې ستاسو له نظره، د ټرمپ او بایډن د حکومت ترمینځ څه فرق دی؟ وویل: په امریکا کښې نوی حکومت ادعا کوي چې د ټرمپ له حکومت سره توپیر او فرق لري خو مونږ په عمل کښې هیڅ بدلون نه دی لیدلې.