د کرونامنحوس ویروس په ایران کې نور ۱۴کسان قرباني کړل
د هیوادونو د رسمي احصایو په اساس کرونائي ویروس تر دې دمه په درستې نړۍ کې څه دپاسه شپږ سوه اولس میلیون اویا زره کسان ککړ کړي چې له دوي څه د پاسه شبږمیلیون اوپنځه لکه دیرش زره کسانو هم خپل له دې امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
زمونږخبریال راپور راکړ، دایران دروغتیائی چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،په ایران کې په تیر شواروز کې دکرونا منحوس ویروس د ککړتیا له امله دنورو څوارلسو کسانو په مړینې سره تر دې دمه په ایران کې دکرونائی قربانیانو شمیر یو لک څلورڅلویښت زره درې سوه تنو ته ورسید.
په اعلامیې کې وئيل شوي دي،په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې دتشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس په کرونا ویروس نور دوه سوه نهه اتیا کسان ککړ شوي چې له دوي څلور اویا کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي.
همداراز وئيل شوي دي چې تر دې دمه په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر هم اوه میلیون پنځه لکه دوه څلویښت زره اته سوه شلو تنو ته رسیدلی دی