زه د اسلامي ایران ټولې انجلۍ خپلې لوڼې ګڼم
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د مرحومې مهسا امیني له کورنۍ سره په ټيلي فوني تماس کښې له دغه کورنۍ سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې د نوموړي کورنۍ لپاره د صبر ارزو وکړه.
مهسا امیني چې د ایران د کردستان د سقز سیمې وسیدونکي وه څو ورځې مخکې د تهران د اخلاقي امنیت د پولیسو په مرکز کښې له مغزي مرګ یعني برین هیمریج ناروغۍ سره مخ شوه او یوه ورځ وروسته په روغتون کښې مړه شوه.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون د مرحومې مهسا امیني له کورنۍ سره په ټیلي فوني تماس کښې خبرې وکړې.
هغه د مرحومې مهسا امیني له کورنۍ سره په ټیلي فوني تماس کښې له دغه کورنۍ سره د خواخوږۍ په ترڅ کښې په دغه مصیبت کښې د نوموړي کورنۍ لپاره د صبر او د اجر غوښتنه وکړه او ویې ویل زه ازبکستان ته په سفر کښې له دغه پیښې خبر شوم او سمدستي مو خپلو ملګرو ته حکم ورکړ چې موضوع په ځانګړي ډول په اجنډا کښې شامله کړي او ډاډمن وسئ چې له مسوولو ادارو به د دغه موضوع غوښتنه وکړي چې د پیښې اړخونه روښانه شي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دغه ټيلي فوني تماس کښې چې پرون ټینګ شو په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران ټولې لوڼې خپلې لوڼې ګڼي وویل د تاسو لور هم زما د لور په شان ده او زه دا احساس لرم چې دغه پیښه زما د یوې خپلې لپاره رامینځته شوي ده ما په خپل مصیبت کښې شریک ، د غم همدرد او په غم کښې شریک وګڼئ.
د مرحومې مهسا امیني کورنۍ په دغه ټیلي فوني خبرو کښې په پیښې د غور کولو لپاره د ولسمشر ابراهیم رئیسي د سمدستي حکم او دغه راز د هغه د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره د تماس د نیولو په هکله د مننې په ترڅ کښې د موضوع د اړخونو تر روښانه کیدا پورې د دغه مسلې د تعقیبولو غوښتنه وکړه.