امریکا او لویدیځو هیوادونو د ژمنو خلاف ورزۍ کړي ده
(last modified Sun, 18 Sep 2022 23:21:41 GMT )
Sep 19, 2022 03:51 Asia/Kabul
  • امریکا او لویدیځو هیوادونو د ژمنو خلاف ورزۍ کړي ده

ایران پریس خبري اژانس وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل: د ویانا موافقه باید د ایران لپاره له تضمین سره یوځای وي.

ابراهیم رئیسي د قطر له الجزیرې انګریزۍ ژبې  ټیلي ويژن چینل سره په مرکه کښې په دې خبرې باندې ټينګار سره چې هره یوه موافقه باید له یوه تضمین سره یوځاې وي وویل دا امریکا وه چې له اټومي تړون څخه ووتله او دا اروپايي هیوادونه وو چې په خپلو ژمنو یې عمل ونکړ.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي زیاته کړه بایکاټونه باید د اټومي تړون د سیف ګارډ د موضوعګانو له حل کیدا سره یوځاې وي او که چیرې داسې ټاکل شوي وې د ادعا وړ موضوعګانې چې مونږ باوري یوو سیاسي او بې اساسه دي د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد پرځاې پاتې شي موافقه هیڅ اغیز او ګټه نلري.

ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ هغه تضمینونه چې لویدیځ یې اعلانوي باید د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره ډاډ ورکونکي ووسي.

د ایران اسلامي جمهوریت له داسې هیواد یا هیوادونو سره لوری نه دی چې په خپل تړون یې عمل کړي وي بلکې له امریکايي لوري سره مخ دی چې د تړون خلاف ورزۍ یې کړي ده او په خپله هم مني چې د موافقې خلاف ورزۍ یې کړي ده.