په اژانس کې د ایران د دوسیې له ختمولوپرته موافقه امکان نلري
د ایران ولسمشر وویل د ایران او فرانسې د اړیکو او ملګرتیاو سویه د لوړیدو ده ، د دې په ترڅ کې چی اروپا باید په عمل کی وښی چی سیاستونه یې خپلواکه دي او د امریکا د غوښتنې او سیاست تابع نده .
د ایرنا له راپور سره سم د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي پر دې په ټینګار سره چی په اژانس کې د ایران د دوسیې له ختمولوپرته ایټمی موافقه امکان نلري ، وویل اروپا وښی چی له امریکا یې سیاستونه خپلواکه دي .
ښاغلی رییسي د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په ۷۷ غونډې کې دګډون لپاره د ګل په ورځ له تهرانه نیویارک ته ولاړ .
ښاغلي رییسي له خپل فرانسوي همڅنګ امانویل مکرون سره په کتنه کې پر دې په ټینګار سره چی ایران یوه عادلانه او پایداره توافق ته د رسیدا لپاره چمتو دې ، د دغې موافقې ترلاسه کیدا ډاډمنو تضمینونو او د ایران د پادماني دوسیو تړل کیدا ته ضرورت لري .
د ایران ولسمشر وویل د ایران او فرانسې د اړیکو او ملګرتیاو سویه د لوړیدو ده ، د دې په ترڅ کې چی اروپا باید په عمل کی وښی چی سیاستونه یې خپلواکه دي او د امریکا د غوښتنې او سیاست تابع نده .
په دغه کتنه کې مکرون د روان مزاکراتو لپاره وړاندیزونه مطرح کړل او اعتراف یې وکړ دا یو حقیقت دې ، په داسې شرایطو کې چی اژانس د ایران له لوری په ژمنو عمل کول په بشپړه توګه اعلان کړ ، امریکا په ۲۰۱۸ کال کی له ایټمی موافقې ووتله او اروپایی لورو هم ونه کولې شول د موافقې له اقتصادي ګټو د ایران د استفادې په هکله په خپلو ژمنو عمل وکړې شی .
مکرون فرانسې ته د سفر لپاره له ښاغلی رییسي په بلنې سره زیاته کړه د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا ، اقتصادي مساییلو او خپلو سیمه ایزو ملګرتیاو په اساس خپلې اړیکي زیاتولې شو .