ولسمشر رئیسي د وروستیو ګډوډیو د ځینو زخمیانو پوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121484-ولسمشر_رئیسي_د_وروستیو_ګډوډیو_د_ځینو_زخمیانو_پوښتنه_وکړه
د ایران ولسمشر بیګا ماښام د تهران یو روغتون ته په ورتګ سره د وروستیو غلبلیو د یوشمیر زخمیانو پوښتنه او عیادت وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2022 01:45 Asia/Kabul
  • ولسمشر رئیسي د وروستیو ګډوډیو د ځینو زخمیانو پوښتنه وکړه

د ایران ولسمشر بیګا ماښام د تهران یو روغتون ته په ورتګ سره د وروستیو غلبلیو د یوشمیر زخمیانو پوښتنه او عیادت وکړ

آیت الله سید ابراهیم رئیسي په روغتون کښې د زخمیانو د عیادت په وخت د هغوي د درملنې له بهیر څخه خبر کړی شو.

په داسې حال کښې چې د ایران ډیر خلک د مهسا امیني په مړینې ډیر خواشینې دي او په دې هکله د قانوني طبي تحقیقاتو د نتیجو په تمه دي، په تیرو ورځو کښې د تهران په شمول په ځینو ښارونو کښې یو لړ غیرقانوني تجمعات وشول او خلکو او عمومي اموالو ته په کښې تاوانونه ورسول شول.

په دغو غلبلیو کښې حتی امدادي ګاډي، ایمبولنسونه او د اور وژنې ګاډي هم خوندي پاتې نه شول داشان چې تراوسه څو تنه طبي ټکنیشنز او مرستندویه ځواکونه زخمي شول او ۶۱ ایمبولنسونه ویجاړ کړی شول.

د ګډوډي جوړنکو کسانو له دغو کړنو وروسته تیره جمعه د ټول ایران خلکو د دغو کړنو خلاف پراخې مظاهرې وکړې او هغه یې وغندل.

هم داشان پرون مازیګر هم د ایران خلکو د (امتِ رسول الله(ص) په نامه ستر لاریون کښې ګډون وکړ.