د ایران سپاه د کومله په ترهه ګرې ډلګۍ بیا حملې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121506-د_ایران_سپاه_د_کومله_په_ترهه_ګرې_ډلګۍ_بیا_حملې_وکړې
په دغو حملو کې له هوشمند اودقیق ویشتونکیو وسلو کار اخیستل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2022 11:22 Asia/Kabul
  • د ایران سپاه د کومله په ترهه ګرې ډلګۍ بیا حملې وکړې

په دغو حملو کې له هوشمند اودقیق ویشتونکیو وسلو کار اخیستل شوی دی .

د جام جم انلاین له راپور سره سم  د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځمکني ځواک  پرون د عراق په کردستان سیمه کښې نړیوال استکبار ته اړونده د ایران ضده ترهګرو ډلو د مورچو د ورانولو لپاره د دغه ځواک د حمزه سیدالشهدا علیه السلام د مرکز د ځواکونو د عملیاتو د پیلولو خبر ورکړی وو.

په ایران کښې د بلواو د رامینځته کولو لپاره د ایران سرحدي ښارونو ته د کومله او ډیموکراټ ترهګرو ډلو د وسله والو کسانو او د ګڼ شمیر وسلو له راوړلو وروسته د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځمکني ځواک پرون د عراق په کردستان کښې د دغو ترهګرو ډلو په مرکزونو باندې بریدونه وکړل.

د ایران سپاه پاسداران ځواک وویل د اسلام د جنګیالیو دغه عملیات به د پایداره سرحدي امنیت د تضمین او د تیریګرو جنایتکاره ترهګرو د خبردار کولو او د خپلو قانوني دندو او نړیوالو مقرراتو په وړاندې د عراق د کردستان سیمې د چارواکو د مسوولیت تر  منلو پورې دوام ولري.