د ایران دښمنان یوموټی ایران د خپلو ګټو لپاره ګواښ ګڼي
د ایران د درې واړو قواؤ مشرانو په یوې ګډې غونډې کښې وویل: د دې وطن دښمنان چې نه یوازې اسلامي جمهوریت بلکې یو موټې او پیاوړی ایران د خپلو ګټو لپاره یو ګواښ ګڼي.
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي، د پارلیمان مشر محمد باقر قالیباف او د قضائيه قوې مشر حجت الاسلام غلام حسین محسني اژه اي په خپلې درې اړخیزې غونډې کښې په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت دښمنان نه یوازې اسلامي جمهوریت د خپلو ګټو لپاره ګواښ ګڼي بلکې یوموټې او پياوړی ایران هم ځان ته خطر ګڼي. هغوي وویل چې د دښمنانو په پراخ پلاننګ باندې په پوهیدو او د هغوي د غلیمانه دسیسو په شنډولو کښې د هیواد د بصیرو او وخت پيژاندو خلکو د هوښیارۍ قدرونه وکړه.
هغوي د خلکو د اقتصادي فعالیتونو او کسب و کار لپاره د ایران د ارامښت ساتنه ضروري وبلله او ټینګار یې وکړ چې ایراني ټولنه نن سبا د دښمنانو په تفرقه اچونې او دښمنۍ باندې د غلبې لپاره د ټولو پرګنو یووالي ته ضرورت لري او په دې لاره کښې د هیواد د ټولو ارکانو کوشش پکار دی.
هغوي هم داشان له تیرو څو ورځو راهیسې د ایران د امنیت د ساتونکو د شواروزي خدماتو او هلوځلو قدرونه وکړه او ویې ویل چې په ایران کښې امنیت او ارامښت د هر ډول ترقۍ او د خلکو د اقتصادي فعالیتونو بنسټیز جوړښت دی.