نړۍلازیات دسیمه ایزولاروچارو اغیزشیندونکي رول ته اړتیالري
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دسیکاپه شپږمې سرمشریزې کې ټینګار وکړ، اوسنۍ نړۍ له بل هر وخته زیاته د سیمه ایزو لارو چارو اغیزشیندونکي رول لوبونې ته اړتیا لري.
په آسیا کې د باؤرجوړنې او تامل (سیکا)د غړو هیوادونو شپږمه سرمشریزه نن د قزاقستان په پلازمینې آستانې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر په شتون سره پيل شوی دی.
د سیکا دشپږمې سرمشریزې یو تر ټولو مهم هدف په یوې سیمه ایزې او نړیوالې موسیسې ددغه کنفرانس د جوړښت دلوړتیا تصویبولو او ارزولو موضوع ده .
د ایران دا سلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي په دغې سرمشریزې کې پخپلې وینا کې ووئيل،په نړیوال نظام کې دبدلون بهیر یوې خاصې مرحلې ته رسیدلی او د قدرت په نوي ویش کې،سلطه غواړي کړچارونه لړزانه دی او د خپلواکه هیوادونو چغه او رول لازیات آوریدل او لیدل کیږي.
ابراهیم رئیسي په دوام کې ووئيل، اسلامی ایران د بډای کلتوري او تمدنی مخینې په درلودلو سره خپل بهرنی سیاست،په لوړو الهي مفهمونو، انساني عدالت، معنویّت،عقلانیّت،اخلاق،آزادي او د خپلواکۍ د اصولو په اساس چې ټول دملتونو د عزت او هوساینې تضمینونکي دي ،سسټماټيک شوي دي . د اسلامی ایران ولسمشر همداراز ووئيل؛له ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره بریالۍ مبارزه،دافغانستان له کډوالو او پناه غواړو سره دوامداره مرسته،له فلسطینه رانیولې تر یمن پورې د مظلومو ملتونو دفاع،د سورئې او عراق پشمول د هیوادونو دملی حاکمیّت او مځکنۍ بشبړتیا ملاتړ،په ټولو بڼو کې دس لطه ګرۍ او یواړخیز پالنې سره مقابله او په سختو شپو ورځو کې د ګاونډیانو مرسته اوملګرتیا د ایران همیشنۍ سټراټيژي او د اقتدار لاره ده. د اسلامی ایران ولسمشرووئیل؛ په آسیا کې امنیت او همپالنه،دسلطه غواړو هیوادونو له ګټو سره سمون نه خوري . هغه ټينګار کړی ،د ایران ملت چې دځپلواکۍ او پرمختګ لاره ئې خوښه کړې ده د سرزورو له مخالفت سره مخامخ شوی دی.
ابراهیم ریئسی ووئيل، د ایران ملت دامریکا پوځي ټاکنې بې باؤره کړي دي او هماغه شان چې پخپله ئې اعتراف کړی دی،دزیاتره دباؤ او بندیز سیاست ئې بې شرمه ماته خوړلې ده .
دایران ولسمشر روښانه کړې ده ، امریکا او صهونیسټي رژيم له لسیزو راهسې د تیرو او نیواکګرۍ ،آپارټائيډ،په فلسطین،سورئې ،عراق،یمن او افغانستان کې د ماشومانو اوعامو خلکو وژلو او یرغلونو له لارې،په سیمې کې د جنګ ،ترهه ګرۍ،تاؤتریخوالو ناکراریوا وسټریس سبب شوي دي،خودخپل برخلیک په ټاکنې کې د ملتونو دحق اوفیصلې په وړاندې له شاتګ او دنیواکګرۍ پرته بله لاره نه لري.