رئیسي د عراق د نوي ولسمشر د غوره کیدو مبارکي وویله
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د عراق حکومت او ولس ته د دغه هیواد د نوي ولسمشر د انتخاب کیدو مبارکي ورکړه
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د عراق حکومت او ولس ته د دغه هیواد د نوي ولسمشر د انتخاب کیدو مبارکي ورکړه
پرون د عراق په پارلیمان کښې د دغه هیواد د ولسمشر د ټاکلو په سر دوه پړاوه انتخابات وشول چې په نتیجه کښې یې د عراق د کردستان د وطني اتحادیې د ګوند مشر عبداللطیف رشید د دغه هیواد د ولسمشر په توګه غوره شو. د ولسمشرۍ د چوکۍ لپاره د هغه سیالي له برهم صالح سره وه.
په هم دې لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي بیګا د عراق د ولسمشر په توګه د عبداللطیف رشید د غوره کیدو په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کښې هیله وښودله چې د دغه هیواد نوی حکومت د عراق د ودې او ترقۍ په لاره ګام کښیږدي او د بغداد او تهران اړیکې له مخکښې نه زیاتې پراخې او ژورې شي.
ولسمشر رئیسي ټینګار وکړ چې ایران تل د خلکو د رایو په بنیاد د عراق له سیاسي بهیر څخه ملاتړ کوي او له عراق سره د ورورولیزو اړیکو هڅه کوي.