د آسیا امنیت باید له دننې څخه تامین شي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل، د بهرنیو هیوادونو دخالت د سیمې د مسائلو حل لاره نه ده او ټینګار یې وکړ چې د بهرنیو قدرتونو لاسوهنه د آسیا د سیمې ستونزې زیاتوي.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي چې په آسیا کښې د تعامل او باور جوړونکو اقداماتو د کانفرنس (سیکا) د غړو هیوادونو په شپږمې سرمشریزې کښې د ګډون په موخه قزاقستان ته تلی و، پرون مازیګر تهران ته راستون شو.
ولسمشر رئیسي د تهران په مهرآباد هوايي ډګر کښې یوې وینا کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې (سیکا) د همګرایۍ، همکارۍ اود آسیا لوې وچې د امنیت لپاره یوه مهم لاره ده، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت سیمه ایزو ملګرتیاؤ او د ګاونډیتوب سیاستونو او هم داشان سیمه ایزو او له سیمې له بهرو سازمانونو سره همکاریو ته د توجه لپاره تل هڅه کړې او سیکا هم په دغو موسسو کښې شامله ده.
هغه زیاته کړه: د ایران تجربې ته په پام سره د آسیا د امنیت موضوع باید له داخل څخه تامین شي او په سیمه کښې د بهرنیو هیوادونو او قدرتونو لاسوهنې د ستونزو حل لاره نه ده بلکې خپله یوه ستونزه ده چې مشکلات لازیاتوي.
ولسمشر رئیسي له قزاقستان سره د ایران د اړیکو د لوړتیا په هکله هم وویل: ایران ته د قزاقستان د ولسمشر راتګ او دغه هیواد ته زما متقابل سفر او په سیمه ایزو غونډو کښې په ګډون سره د دواړو هیوادونو اړیکې او ملګرتیا په زیاتیدو ده.