اسلامي وحدت کانفرنس د قومونو د پیوستون لپاره ګام دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122376-اسلامي_وحدت_کانفرنس_د_قومونو_د_پیوستون_لپاره_ګام_دی
د دینونو او د مذهبونو د پوهنتون مشر حجت الاسلام سید ابو الحسن نواب د اسلامي وحدت د نړیوال کانفرنس جوړول د ایران د قومونو په تیره بیا د اهل سنتو د پیوستون لپاره ګام وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 16, 2022 09:37 Asia/Kabul
  • اسلامي وحدت کانفرنس د قومونو د پیوستون لپاره ګام دی

د دینونو او د مذهبونو د پوهنتون مشر حجت الاسلام سید ابو الحسن نواب د اسلامي وحدت د نړیوال کانفرنس جوړول د ایران د قومونو په تیره بیا د اهل سنتو د پیوستون لپاره ګام وباله.

هغه له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د اسلامي وحدت کانفرنس داسې پیوند وباله چې په تیرو شپږدیرشو پړاونو  کښې توانیدلی دی د ایران اهل سنت له نورو هیوادونو سره وګنډي.

د ایران د دینونونو او د  مذهبونو د پوهنتون مشر حجت الاسلام و المسلمین سید ابو الحسن نواب زیاته کړه د اسلامي وحدت د کانفرنس نتیجې تل مثبتې وې او دي او هیڅکله د وحدت په زمینه کښې  کوم  مشکل رامینځته نشو خو دوښمن هڅه کوي چې نښتې قومي او  قبیله اي کړي او د ایران ډیرې قومونه باید له دغو  غونډو له مخکې څخه زیات د وحدت د رامینځته کولو لپاره استفاده وکړي.