ایراني قومونه د نظام پرضد د دښمنانو د رواني عملیاتو چورلیز
د دغو اوازو او پیښو د یوه بل تر څنګ کیښودل ښی چی په ایران کې د قومیتونو په اړه هدفمنه او پلان شوی سناریو په اجرا کیدا ده .
په ایران کې د بلواګانوله پیلیدا یوه میاشت تیریږی او اوس د بلواګانو میدانی ډګر په ډاګه شوې دې .
په ایران کې بلواګانې د یوې ځوانې کر دانجلۍد مړینې په پلمه پیل شوی دی . که څه هم د دغې ځوانې انجلۍ مړینې عمومي احساسات زخمي کړي دي خو هغه څه چی له دې وروسته د ایران په مختلفو ښارونو کې پیښ شول ښی چی د اسلامي ایران د مخالفانو خپګان او درد د دغې ځوانې انجلۍ په خاطر ندې بلکې یوازې د دغه ښاریزد مړینې څرنګوالی په ایران کې د بلوې اوتاوتریخوالي ته د شکل ورکولولپاره په پلمه بدل شوی دی .
د دغې ځوانې انجلۍ له مړینې سره په یووخت په رسندویوکې د یوې بلوچ انجلۍ لپاره د یوې پیښې اوازه خپره شوه . د دغې اوازې په غبرګون کې د جمعې لمانځه له ترسره کیدا وروسته ترهه ګر عملیات پلان او اجرا شول چی په لسګونو مړه او ژوبل یې درلودلي دي . له دې سره په ویووخت د یوې بلې انجلۍ مړینه چی د لرستان ده ، مطرح اوامنیتي ځواکونو پورې وتړل شوه . اوس د یوې بلې ترک انجلۍ د مړینې په اړه اوازه په خپریدو ده .
د دغو اوازو او پیښو د یوه بل تر څنګ کیښودل ښی چی په ایران کې د قومیتونو په اړه هدفمنه او پلان شوی سناریو په اجرا کیدا ده . د اسلامي ایران غلیمانو په تیرو ۴۴ کلونو کې د اسلامي نظام پرضد د خپلو هدفونو د تعقیبولو لپاره له ټولو اوزارونو استفاده کړی ده خو خپل نهایی هدف یعنی نسکورولو ته ندی رسیدلي . اوس په ایران کې د قومیتونو له تنوع په ګټه پورته کولو پسې دي ترڅو د اسلامي جمهوریت پرضد قومونه ولمسوي .
په حقیقت کې دښمنان په ایران کې د قومیتی درز د رامینځته کولو لپاره له میرمنو د ګټه پورته په لټه کې دي . د ځوانې انجلۍ مړینه د احساساتو په تیره بیا قومونو ترمینځ د عواطفو د راپاردیدا سبب کیږی . د دغو انجلیو د مړینې له څرنګوالي روایت جوړول هم د قومیتي بلواګانو زمینې برابروي . په بله وینا په ایران کې قومیتی بلواګانوته د بڼه ورکولو په هدف دوژلو جوړولو سناریو اجرا کیږی . د نظام د غلیمانو اخیستون دا دې چی په دغه سناریو سره د هیوادپه مختلفو سیمو کی د بلوې او تاوتریخوالی د زیاتیدا زمینه برابریږی .
له دې مخکې د خوزستان او سیستان او بلوچستان په شمول د هیواد په مختلفو سیمو کې دغه سناریو اجرا شوی خود خلکو او امنیتی ځواکونو ځیرتیا سبب شوه قومیتی شخړې بی نتیجې پاتې شی ، خو اوس دښمنانو د ایرانی قومونو د لمسولو لپاره ډیر هیله من دي ،د دوی استنباط دا دې چی په دغه اقدام سره په ایران کې د پولو ناامنۍزیاتیدلي او په نهایت کې عمومي افکار د حکومت پرضد په پراخه توګه راوپاروي . که د حکومت پرضد د عمومي افکارو منظم کول ممکن نه وو ، د مختلفو قومیتونو شتون ته په پام سره د ایران د ویشلوسناریو تعقیب کړي .
شک نشته چی د فارس خلیج دحوزې عربی هیوادونو په شان وړکوټی هیوادونه د صیهونیسټ رژیم ، امریکا او د اسلامي جمهوری نظام د د غلیمانومطلوب دې ځکه چی دغه هیوادونه په اساسی توګه تابع دي او د توان ښودلو طاقت نلری او د خپلواکۍ خبره نه کوي . په دې اساس د قومیتونو په تمسولو سره د ایران د ویشلو سناریو هغه یوه سناریو ده چی دښمنان یې تعقیبوي او په مختلفو قومی هویتونو سره د ځوانو انجلیو د مړینې په اړه وروستی روایتونو جوړول په همدې لړ کې جاجولی شو .
خو ایراني غلیمانو دا هیر کړی ده چی د ایران بیلا بیلو قومونو په تیرو ۴۴ کلونو کې په راز راز ډګرونو کې د ایران په بیرغ سره ویاړونه رامینځته کړی دي او دې ځل به هم د دښمنانو دا سناریو هیڅ نتیجه ورنکړي .
پای