رییسي: دښمن غواړي د هیواد وړتیاوې لوټ کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122448-رییسي_دښمن_غواړي_د_هیواد_وړتیاوې_لوټ_کړي
ده وویل د ملي پوهانو د فاونډیشن ایډیاد اسلامي انقلاب معظم لارښود وړاندی کړه او د هغو په نظر پسې دغه فاونډیشن جوړ شو او د پوهانو د پیژندلو او له هغو د ملاتړ لپاره ګامونه واخیستل شول خو له موجودو تجروبو په استفادې سره باید نوی ګامونه پورته شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2022 09:52 Asia/Kabul
  •  رییسي: دښمن غواړي د هیواد وړتیاوې لوټ کړي

ده وویل د ملي پوهانو د فاونډیشن ایډیاد اسلامي انقلاب معظم لارښود وړاندی کړه او د هغو په نظر پسې دغه فاونډیشن جوړ شو او د پوهانو د پیژندلو او له هغو د ملاتړ لپاره ګامونه واخیستل شول خو له موجودو تجروبو په استفادې سره باید نوی ګامونه پورته شي .

د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي  نن وویل پوهان د هیواد مخکښان دي او دښمن هڅه کوي دغه وړتیاوې لوټ کړي .

ښاغلی رییسي د دې خبرې په کولو سره چی نن په حکومت کې د پوهانو د لیدتوګې د پام وړ ګرځولو لپاره جدی اراده موجوده ده تر څو د هیواد په اداره کولو کې بدلون رامینځته شي زیاته کړه بدلون رامینځته کونکی کتنه چی په پوهانوکې  له نورو زیاته موجوده ده ، په علمي اوپه تیره بیا کړچاري حوزو کې د بدلون رامینځته کولو لپاره د حکومت د ایډیا د تحقق لپاره ډیره ښه زمینه ده .

ده وویل د ملي پوهانو د فاونډیشن ایډیاد اسلامي انقلاب معظم لارښود وړاندی کړه او د هغو په نظر پسې دغه فاونډیشن جوړ شو او د پوهانو د پیژندلو او له هغو د ملاتړ لپاره ګامونه واخیستل شول خو له موجودو تجروبو په استفادې سره باید نوی ګامونه پورته شي .

د اسلامي ایران ولسمشر پر دې په ټینګار سره چی له علم او پوهې استفاده حد او اندازه نلری ، زیاته کړه پوهان باید خپلواکه وي ، د دې په ترڅ کې چی خپلواکه پوه غواړی فکر وکړی او نوښت ولرلې شی او د خپلو خلکو اړتیا ووینی تر څو د پوهې نعمت له مشکلاتو د خلاصیدا او غوټو د خلاصولو لپاره ولګول شی .