د ایران او د طالبانو چارواکو د ډیم په هکله خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122662-د_ایران_او_د_طالبانو_چارواکو_د_ډیم_په_هکله_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د انرژۍ او د اوبو د وزارت مرستیال او په دغه هیواد کښې د ایران د سفارت یوه چارواکي حسن شیرازي د کابل په شمال کښې د « شاه و عروس » ډیم د جوړولو د بشپړولو او د اجرايي بهیر په چټک کولو او د مشکلاتو په حل کولو ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2022 01:58 Asia/Kabul
  • د ایران او د طالبانو چارواکو د ډیم په هکله خبرې وکړې

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د انرژۍ او د اوبو د وزارت مرستیال او په دغه هیواد کښې د ایران د سفارت یوه چارواکي حسن شیرازي د کابل په شمال کښې د « شاه و عروس » ډیم د جوړولو د بشپړولو او د اجرايي بهیر په چټک کولو او د مشکلاتو په حل کولو ټینګار وکړ.

د شاه و عروس ډیم چې پینځه اویا میټره لوړوالی او شپیته میټره پلنوالی لري د کابل ښار د شمال په دوه ویشت کلومیټرۍ کښې په شکردره ولسوالۍ کښې د شکردره سیند د پاسه د جوړیدا په حال کښې دی.

د دغه ډیم جوړیدل چې اجرا کونکی یې د ایران یو ټیکه دار دی په دوه زره دولسم میلادي کال کښې پیل شوي او د دغه ډیم تر ټولو مهم هدف د کرهڼې د اوبو تامینول دي.

دغه پروژه همدا اوس خپل اخري پړاونه کچ کوي.

د افغانستان د طالبانو د انرژۍ او د اوبو وزارت پرون په یوې بیانیې کښې د طالبانو د انرژۍ او د اوبو د وزارت له مرستیال مجیب الرحمان عمر سره په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د یوه چارواکي حسن شیرازي د کتنې خبر ورکړ او ویې ویل په دغه کتنه کښې د شاه و عروس ډیم د جوړیدا چې په افغانستان کښې د ایران د بیا رغونې یوه مهمه پروژه ده په لاره کښې د موجودو مشکلاتو او د پاتې کارونو د زر ترسره کولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.