امریکا باید په اټومي خبرو کښې فیصله وکړي
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې تهران په خبرو کښې خپلې خبرې په منطق او دلیل سره بیان کړي دي وویل امریکا باید د خبرو په هکله فیصله وکړي.
هغه نن په تهران کښې د اسیا او د اوقیانوسیې د خبري اژانسونو د اتحادیې(اوانا) د نړیوالو رسنیو له نامتو مدیرانو سره په کتنه کښې ټینګار وکړ د ایران حکومت د هغه څه پراساس چې په اټومي تړون کښې بیان شوي دي د اسلامي جمهوریت د حق د ترلاسه کولو هڅه کوي خو تهران د امریکا له خلاف ورزۍ سره مخامخ دی.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې اروپايي هیوادونو هم په خپلو ژمنو عمل ونکړ او یوازې ایران په خپلو ژمنو عمل کړی دی وویل د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پینځلس ځله په رسمي ډول ویلي دي چې د ایران اټومي فعالیتونه هیڅ سرغړونه نلري.
هغه وویل ایران کلکه اراده لري چې د ملت حقوق تعقیب کړي او له دې سره په یووخت د بایکاټونو ختمول او شنډول په اجنډا کښې لري.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې امریکا له ایران سره په مخامخ کیدا کښې څو ځله غلطیانې او تیروتنې وکړې وویل ایران نن سبا له بل هر وخت څخه لا قدرتمن دی او په سیمه کښې یې ډیر اغیز شیندونکی شتون لرلی دی او نیت لري د نړۍ د ازادي غواړو ، تر ظلم لاندې د خلکو او د مظلومانو د ملاتړ لپاره دغه قدرتمندانه شتون ته دوام ورکړي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي دې ته په اشارې سره چې د یواړخیز پالنې له پړاوه وروسته نن سبا په نړۍ کښې نوی باب د پیدا کیدا په حال کښې دی وویل د اسیا او اوقیانوسیې سیمه په دنیا کښې نوي څرګند شوي قدرتونه دي.
هغه ټینګار وکړ نن سبا امریکا او لویدیځ هیوادونه چې په دنیا کښې بد معاشۍ کوي که وغواړي او که ونه غواړي مخ په زوال دي.