موږکان اوس د زلزلې په وخت د ژغورنې عملیات کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122868-موږکان_اوس_د_زلزلې_په_وخت_د_ژغورنې_عملیات_کوي
زمونږ خبریال وايي تاسو به د دغه خبرې په اوریدو سره حیرانه شئ چې له دې وروسته به د زلزلې په وخت د ژغورنې د عملیاتو لپاره له موږکانو هم کار واخیستل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2022 09:15 Asia/Kabul
  • موږکان اوس د زلزلې په وخت د ژغورنې عملیات کوي

زمونږ خبریال وايي تاسو به د دغه خبرې په اوریدو سره حیرانه شئ چې له دې وروسته به د زلزلې په وخت د ژغورنې د عملیاتو لپاره له موږکانو هم کار واخیستل شي.

په دغه عکس کښې ښودل شوي دي چې دغه موږکان  چې بیګونه  یې اچولي دي له  خپل کوچني جسم  سره سره خاورو او ښځلو څخه په اسانۍ سره د تیریدا په وجه خپل ځان بچ کولای شي.

راپورونه وايي چې په دغه عکس کښې  په هغو بیګونو کښې چې موږګانو اچولي دي یو لائت ، یو جي پي ایس ټرانسمیټر او یوه کیمره لګیدلي ده.

دغه بیګ به له موږکانو سره د داسې خلکو په لټولو کښې مرسته وکړي چې کمک ته ضرورت لري.

په دې سربیره به د ټوي وې(two way) راډیو په وسیله به موږکان له انسانانو سره د خبرو اترو کولو جوګه هم وي او هغوې په مرستې د ضرورت لرونکو انسانانو د لوکیشن په ثبتولو سره پیغام واستوي چې په موقع باندې د هغوې مرسته وکړې شي.

د بیلجیم هیواد یوې این جي او اپوپو(APOPO) ساینس پوهانو چې مخکې یي سپو ته د زلزلې په وخت د خلکو د ژغورلو روزنه ورکړي وه اوس غټو موږکانو ته هم د لزلې په وخت د ژغورنې د عملیاتو د ترسره کولو لپاره روزنه ورکوي.

تر راتلونکي کال پورې به دغه موږکان په باقاعده ډول له حرفه اي کسانو سره کار پیل کړي.

ساینس پوهانو ته دغه فکر ځکه ورغی موږکان هغو ځایونو ته په اسانۍ سره تللی شي چیرې چې سپي نشي تللی او موږکانو ته په اسانۍ سره روزنه ورکول کیدلی شي.