د تهران په محکمو کښې د بلواګرو په تورونو غور پیل شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122890-د_تهران_په_محکمو_کښې_د_بلواګرو_په_تورونو_غور_پیل_شو
د بلواؤ په جوړولو باندې د تورنو کسانو د ډله ایزې محکمې وړومبۍ غونډه د تهران په عمومي او د انقلاب په محکمو کښې ترسره شوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2022 01:45 Asia/Kabul
  • د تهران په محکمو کښې د بلواګرو په تورونو غور پیل شو

د بلواؤ په جوړولو باندې د تورنو کسانو د ډله ایزې محکمې وړومبۍ غونډه د تهران په عمومي او د انقلاب په محکمو کښې ترسره شوه

د ایران د قضائیه قوې د مشر غلامحسین محسني اژه اي په حکم  په تیره یوه میاشت کښې د وروستیو بلواؤ د تورنو کسانو د دوسیې له صادریدو وروسته په دغو دوسیو د غور لپاره د محکمې غونډې پیل شوې دي.

په دې لړ کښې د یوشمیر تورنو کسانو په اړه غونډه پرون د تهران په انقلاب او عمومي محکمه کښې ترسره شوه.

هم داشان د ایران په مختلفو ولایتونو کښې هم د موجودو مستنداتو له مخې په بلواؤ کښې د نیولو شویو کسانو په اړه د ولایتي محکمو غونډې په پیلیدو دي.

د ویلو ده چې امریکا او د سپينې ماڼۍ ملاتړي اروپايي حکومتونه او دښمن فارسي ژبي چینلونه د ایران د اسلامي جمهوري نظام د خرابولو لپاره له هیڅ کوششه ډډه نه کوي او د یوې کُرد ایراني جینۍ د مړینې په پلمه یې په ایران کښې په وروستیو بلواؤ کښې د ایران د اسلامي جمهوري نظام خلاف پراخ یرغل پيل کړ.