دوښمن د ایران د ویشلو لپاره کمین کړی دی
(last modified Sun, 30 Oct 2022 05:46:42 GMT )
Oct 30, 2022 10:16 Asia/Kabul
  • دوښمن د ایران د ویشلو لپاره کمین کړی دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په شیراز ښار کښې په شاهچراغ سپیڅلي زیارت کښې د ترهګرې حملې په هکله ټینګار وکړ: دغه جنایت ثابته کړه چې دوښمانان د هیواد د ویشلو لپاره کمین کړی دی.

په تیرې چهارشنبې ورځ یوه وسله وال ترهګر په شیراز ښار کښې شاهچراغ سپیڅلي حرم ته په ورننوتلو سره زیارتوال په ډزو وویشتل چې له کبله یې تراوسه پینځلس کسان شهیدان او دیرش نور ژوبل شوي دي.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف نن د پارلمان د ښکاره غونډې په پیل کښې په شیراز کښې په شاهچراغ سپیڅلي حرم کښې په ترهګرې حملې کښې د  شهید شویو کسانو کورنیو او د ایران ملت ته تسلیت ووایه.

هغه وویل هماغه ډول چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي فرماييلي دي د دغو جنایتونو د  سرچینې په هکله پریکنده اقدامات ضروري دي.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف زیاته کړه د شیراز جنایت ثابته کړه دوښمانانو د هیواد  ویشلو لپاره کمین کړی دی او دغه جنایت ټولو ته اتمام حجت وکړ چې دوښمن هڅه کوي د ایران امنیت ګډوډ کړي.

 

ټیګونه