ایران د امریکا لویو پلانونو ته ماتي ورکړي ده
Oct 30, 2022 12:05 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون مشر وحید جلال زاده ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت په بریالیتوب سره په سیمه کښې د امریکا او د لویدیځو هیوادونو سترو پلانونو ته ماتي ورکړي ده.
هغه د شیراز په شاهچراغ سپیڅلي حرم باندې ترهګره حمله د امریکا سټراټيژیکه غلطۍ وبلله او ویې ویل : امریکا د ایران د ملت د ملي اتحاد د له مینځه وړلو هڅه کوي.
جلال زاده وویل د نړیوالو اړیکو په ډګر کښې په اصلي لوبغاړي بدلیدل ساده کار نه دی امریکا د ایران اغیزشیندنه لیدلي ده.
هغه د شیراز د پیښې په هکله د ایران ټول ملت د اسلامي انقلاب ستر لارښود او د شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه.