د ایران پوهنتونونو د علم په تولیدو سره دوښمانان ناکامه کړي دي
ایران پریس خبري اژانس وايي د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ: پوهنتونونو د علم په تولیدولو سره د هیواد لپاره قدرت تولید کړی او دوښمانان یې ناکامه کړي دي او پوهنتونونه د لارې چارې د وړاندې کولو لپاره تر ټولو ښه ځایونه دي.
رئیسي د ټول ایران د پوهنتونونو له مشرانو سره په کتنه کښې پوهنتونونه د خوځندوالي او د تاندوالي مرکزونه وبلل چې د علمي وسونو په لوړولو او د علم په تولیدولو سره یې د هیواد لپاره قدرت تولید کړی او د ایران دوښمانان یې ناکامه کړي دي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي سیاسي کیدا د پوهنتون د فضا ضرورت وباله او ویې ویل د پوهنتون سیاسي کیدل یعني پوهنتون باید له هرې بلې برخې څخه ډیر او په ښه ډول ټولنه او د هغې ضرورتونه وپيژندي او د خلکو د خدمت لپاره خپل لومړیتوبونه د هیواد د مسائیلو له نظام سره تطبیق کړي.
ابراهیم رئیسي ننی جنګ د روایتونو جنګ وباله او د سم او د صادق روایت د بیانولو پراهمیت یې ټینګار وکړ او ویې ویل: دوښمن چې ډیره هڅه یې کړي ده په ایران کښې علمي، صنعتي ، تولیدي او خدماتي فعالیتونه ودروي او له نورو هیوادونو سره د ایران ارتباطات غوڅ شي خو کله چې ځانونه یې ناکامه ولیدل نو کارړنګونه او دسیسه یې پیل کړه.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ: د هیواد د پوهنتونو د علمي رتبې لوړیدل د پام وړ دي او د ایران دڅنګ ته کولو لپاره د دوښمن د هڅې او د غوښتنې په اپوته د سیمې له هیوادونو او ګاونډیانو سره د ایران ارتباطات او اړیکې د پراخیدا په حال کښې دي.