Nov 05, 2022 04:18 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران په امنیت شورا نیوکه وکړه

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د شیراز ترهګرې حملې ته د ملګروملتونو د امنیت شورا د ځینو دائمي غړیو غبرګون نه ښودلود څرګنده کړه چې دوې ترهګر په ښو او بدو باندې ویشلي دي.

هغه د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ته په یوه لیک کښې د ایران د شیراز د ترهګرې پیښې په هکله د دغه نړیوال ارګان په غبرګون نه ښودلو باندې نیوکې سره ټینګار وکړ د دغه ترهګرې حملې په هکله د امنیت شورا د نه منلو وړ چپتیا وښودله چې ځینې هیوادونه نه یوازې هماغه راز له ترهګرو اوزاري استفاده ته دوام ورکوي بلکې له نړیوالۍ ترهګرۍ سره په مقابلې کولو کښې د امنیت شورا د  اغیزشیندونکو دندو د ترسره کیدا په لاره کښې خنډ هم ګڼل کیږي.

حسین امیر عبداللهیان د ملګروملتونو شرمنشي ته په دغه لیک کښې چې یوه نسخه یې د امنیت شورا پړاویز مشر او دغه راز د عمومي اسمبلۍ مشر ته هم استول شوي ده د ایران د شیراز د ترهګرۍ پیښې په غندلو کښې د ملګروملتونو د ویاند په موقع دریځ قدرونې سره وویل دغه حمله چې داعش یې په رسمي ډول مسوولیت پرغاړه اخیستی دی له دغه ترهګرې ډلې په مبارزې کښې د ډګر جنرال قاسم سلیماني زړورتیاوې او د دغه ډلې د خطر په مقابل کښې د سیمې د هیوادونو امنیت تضمین ثابت کړ او هم د داعش ترهګرې ډلې په کامل ډول د له مینځه وړلو لپاره په پرله پسې سیمه ییزو او نړیوالو او اغیزشیندونکو هڅو د دوام پرضرورت ټینګار کوي.

 

ټیګونه