د ایران ټیم د ساحلي فوټبال د انټرکانټیننټل کپ فاینل ته ورسید
د ایران د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د کوربه هیواد اماراتو ملي ټیم ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۲ کال د انټرکانټیننټل یا د لویو وچو ترمینځ د ساحلي فوټبال د سیالیو پاې لوبې ته ورسیدله.
د ایران د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د کوربه هیواد اماراتو ملي ټیم ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۲ کال د انټرکانټیننټل یا د لویو وچو ترمینځ د ساحلي فوټبال د سیالیو پاې لوبې ته ورسیدله.
د ایرنا د خبر له مخې د براعظمونو ترمینځ د روان ۲۰۲۲ کال د ساحلي فوټبال د سیالیو سیمي فاینل لوبه د ایران او متحده عرب اماراتو ترمینځ ترسره شوه چې د ایران ملي ټیم دغه لوبه ۵ پر ۲ وګتله او د دغو سیالیو پاې لوبې یا فاینل ته ورسید.
د ایران ملي ټیم د ساحلي فوټبال په دغه ډول سیالیو کښې په درې وارې اتلولۍ سره د برازیل برابر او له روسیې وروسته چې څلور وارې یې دغه سیالۍ ګټلې دي، د براعظمونو ترمینځ د دغو نړیوالو سیالیو دویم مهم ټیم دی.
د دې لړۍ دویم سیمي فاینل د برازیل او پیراګوې د ټیمونو ترمینځ وشه چې برازیل پیراګوې ته ۶ پر ۵ ماتې ورکړه او له ایران سره به په فانیل کښې مخامخ شي.