د ایران اوافغانستان مطبوعات
ګاردین ورځپاڼۍ لیکلی دی امریکایان له داخلی جنګ او سیاسی تاوتریخوالی سره د مقابلې لپاره تیارسئ شوي دي .
کیهان
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی رییسي دغیږ نیونې اوساحلی فټبال دټیمونوداتلوالیومبارکي وویله . د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د باکو د نړیوال کپ په سیالیو کی د ایران د غیږ نیونې د ملی ټیم د اتلوالۍ مبارکي وویله . د ایران د غیږ نیونې ملي ټیم د کوربه ټیم اذربایجان جمهوریت په وړاندی په فاینل کې بریالې او د نړیوال کپ اتل شو . ښاغلی رییسي همداراز د براعظمونو ترمینځ په کپ کې د ایران د ساحلی فټبال ملی ټیم د اتلوالۍ په مبارکۍ ویلو سره هغه په نړیوالو سپورټی میدانونو کې د ایران یوه بله پیاوړی ننداره وبلله .
ده په اماراتو کې د براعظمونو ترمینځ په کپ کې د ایران ولس ، مربیانو ، لوبغاړو او نورو اړونده چاروالو ته د ایران د فټبال د ساحلی ټیم د اتلوالۍ په مناسبت مبارکی وویله .
د ایران د قضاییه قوې مشر ټینګار کړی دی یو شمیر بلواګر باندې د محاربه او فساد فی الارض او بغی قانوني مادې لاګو کیږی . د ایران د قضايي قوې مشر حجت غلام حسین محسني اژه اي ویلی د نړۍ امریکا ، صهیونیسټ رژیم ، انګلستان او ځینې نور هیوادونه په خپل ټول توان او په یو شمیر ترکیبي اقداماتو سره د ایران له حکومت سره د مقابلې او امنیت ته د ګوزار ورکولو لپاره اقدامات کوي او دغه هیوادونه په ایران کښې په بلوګانواو تاوتریخوالي کښې لاس لري او د هیواد دننه هم د هغوئ ځینې ګوډاګیان د هغو پلانونه او دسیسې اجرا کوي.
ګاردین ورځپاڼۍ لیکلی دی امریکایان له داخلی جنګ او سیاسی تاوتریخوالی سره د مقابلې لپاره تیارسئ شوي دي .
په عربستان کې یو ځوان د یوه تورن لپاره د افطاری د برابرولو په تور اعدام شو .
په تهران کی له بلوا ګرو ۱۵۰۰ګرمې او ساړې وسلې نیول شوی دي .
د بی بی سی د خبریال په یوه صوتی فایل کې په ډاګه شوه چی د بلواګانوهدف د ایران ټوټې کول دي نه ډیموکراسی .
د دولتی تجارتی شرکت مشر وویل د ایران د غنمو او اساسی شیانو زیرمې دوه برابره شوې .
امریکایانو یوکرین ته په پټ پیغام کې ویلی دی چی له روسیې سره مزاکراتو ته چمتو شی .
سید ابراهیم امین السیدد وویل د مقاومت وسلودښمن په وړاندې دفاعي انډول رامینځته کړی دې . د لبنان د حزب ا... د لوړې سیاسی شورا مشر سید ابراهیم امین السید وویل د مقاومت برخلیک ټاکونکیو وسلو د صیهونیسټی دښمن په وړاندې دفاعی انډول رامینځته او هغه یې مجبوره کړ چی د لبنان حقوق په رسمیت وپیژنی او د دغه دفاعی قدرت په رامینځته کولو سره مقاومت نور د لبنان د خلکو د حقوقو او هدفونو ته د رسیدا لپاره جنګ ته اړتیا نلري . ده زیاته کړه کافی ده د لبنان په سیاسی فیصلو کی زړه ور دریځ او دغه وسلې یوځای وی ، په دې بڼه کې به له وسلو استفادې پرته بریالی شو.
د شیراز د شاهچراغ د ترهه ګرې حملې د ۲۶ عواملو د نیولو به اړه د اطلاعاتو وزارت بیانیه په دغه پیښه کې د بهرنیو لاسونو د رول لوبولو ښودنه کوی .د حملی اصلی هدایتونکې د اذربایجان جمهوریت ښاریز وو خو د تاجیکستان او افغانستان ښاریزو هم ورسره ملګرتیا درلودلی ده .
ژلنسکی وایی روسیې د یوکرین په ختیځ کې درنده تلفات زغملی دي .
۱۳۰ حقوقو اورګانونو په بحرنی کې د بشری حقوقو د خواشینونکي وضعیت په اړه بیانیه خپره کړه .
اطلاعات
د ایران د قضاییه قوې مشر محسنی اژه ای وویل د وروستیو بلواګانو د بلواګرو محاکمه او سزا دې ژر ترسره شی .
د شاهچراغ د ترهه ګرې پیښې د ۲۶ عواملو په نیول کیدا سره د دغې ترهه ګرې پیښې نوی اړخونه په ډاګه شول .
د امریکا جمهوری غواړي د دیموکراتانو تاریخی ماتې ته هیله من دي .
د ایران پوله ساتونکوپه ۴۵ورځو کې کابو ۶۰۰جنګي وسلې نیولي دي ، ورځپاڼه په دې اړه په یوه راپور کی لیکی چی د ایران داسلامی جمهوریت د پولیسو د سرحدي ځواک قوماندان سردار احمد علی ګودرزي د ایران په جنوب ختیځ کې دسیستان او بلوچستان ولایت دپولو دلیدو په وخت په یولړ څرګندونو کې وویل داسلامی ایران پوله ساتونکو په تیرو ۴۵ورځو کې د وسلو اومهماتو د قاچاق دڅو چینلونو په کشفولو سره کابو شپږ سوه جنګي وسلې او مهمات کشف کړي دي. سردار ګودرزي زیاته کړې ده په تیرو ۴۵ ورځو کې په دغه اندازه دجنګی وسلو نیول کیدل له تیر کال سره په ورته مودې کې ۲۶فیصده زیات شوي دي.
ده همداراز په هیواد کې وروستیو بلواګانو ته په اشارې سره وويل په ایران کې د وروستیو بلواګانو او وران کاریو سرچینه ،امریکا، صیهونیست رزیم او دهغو ګوډاګیان دي .
د یمن د انصار ا... غورځنګ د سیاسي دفتر غړي علي القهوم وویل یمن ته په نوي سفر کښې د امریکا د پوځي پلاوي تمرکز په حضرالموت ولایت باندې دی او د دغه سفر هدف هم د سیمې طبیعي شتمنیو او د تیلو سرچینو ته لاسرسی اعلان شوی دی.
پاکستان د انرژۍ له سخت کمښت سره مخامخ دی . د ګازو په سخت کمښت سره د ساړه ژمي تکراري خپسکې د پاکستان د ډیرو سیمو خلکو چې نن سبا د بې ساري سیلابونو له پایلو سره مخامخ دي اندیښنه دوه برابره کړي ده. پاکستان په دوه سوه شل میلیونه نفوسو سره د انرژۍ د کمښت د کړکیچ تر ختمولو پورې سخته او اوږده لاره لري.
کلید ورځپاڼه
په ځینو ولایتونو کې د ورښتونو اټکل
هوا پېژندنې ادارې د لړم میاشتې پر ۱۷مه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، ښايي په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، پنجشېر او پروان ولایتونو کې بارانونه وشي.
دغه راز په سالنګونو کې د واورې ورېدو اټکل هم شوی.
په یو شمېر سیمو کې د باران ورېدو اندازه له لسو څخه تر۳۰ ملي مترو پورې ښوودل شوې ده.
په هېواد کې د ورښتونو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله درانه زیانونه لیدلي دي.
د یادونې وړ ده چې د اوړي په موسم کې د سېلابونو له کبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او دغه رز د خلکو سلګونه زره جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې.
سوالګرې ښځې د کار په لټه
په ارزګان کې هغه مېرمنې چې په ښار کې سوال کوي، له حکومت څخه د کاري زمينې برابرولو غوښتنه کوي.
سوالګرې ښځې د کار په لټه
په ترینکوټ ښار کې د تېرو جګړو قرباني او بې سرپرسته مېرمنې هم د خپلو اولادونو د نس مړولو لپاره هره ورځ سوال کوي.
د يادو مېرمنو له ډلې څخه حسينه او اسما، چې ټوله ورځ د سړکونو پر منځ د خير غوښتنې په نيت ناستې وي، کليد ته يې وويل، که دولت ورته د کار زمينه برابره کړي؛ له فقر غوښتلو څخه لاس اخلي.
هغوي وايي:
«د کورنۍ سرپرستي راپهغاړه ده، زما ماشومان درمل نه غواړي؟ يو بل شي نه غواړي؟ زه خپله عصابي ښځه يم، کله چې لمونځ کوم، نه ورباندي پوهېږم. زه هم له سهاره سوال ته راوځم، تر ماښامه، ۵۰روپۍ نه پیدا کېږي.
دغه مېرمني وايي، د کورنۍ سرپرستان يې په تېرو جګړو کې وژل شوي او دوی د ساتنې او پالنې لپاره څوک نه لري.
هغوي پر مرسته کوونکو ادارو د نيوکه ترڅنګ له دولت څخه غوښتنه کوي چې دوی دې له پامه نه غورځوي.
په اړه يې يوه بله مېرمن صدوګلې کليد ته وويل:
«چې دولت کار راپیداکړي، ښه به وشي، زما اولادونه وږي تږي په کور کې ناست دی. موږ څه وکړو، اووه تنه کورنۍ لرو، په کور کې هېڅ هم نه لرو.»
کارپوهان هم په ښار کې د فقر کوونکو پر وضعيت اندېښنه ښي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دغه ډول اړمنو کورنيو ته پاملرنه وکړي.
په ارزګان کې يو قومي مشر حاجي شفيع ا... رحيمي وايي، که د ښار دغه ډول اړ کسان راغونډ شي او د يوې ځانګړې طرحې پر اساس ورسره مرستې وشي، د سوالګرو شمېر به بېساری ورسره کم شي.
هغه زياته کړه:«
«که د سوالګرو راټولو لپاره طرحه برابره شي، مرستې ورسره وشي، ژر به یې شمېر کم شي.»
اخوا مسوولین وایي، تازه یی هڅي پیل کړې، تر څو هغو مېرمنو او یو شمېر بې سرپرسته ماشومانو ته د کار زمینې برابرولو په برخه کې اړیني مرستې وکړي.
د یادولو وړ ده چې د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سوالګرو راټولولو کمېټې تر دې مه تر ۱۴زره ډېر سوالګر راټول کړي چې ډېری یې حرفوي.
خو طالبان وایي، هغه کسان چې رښتیا هم سوالګر وي، له هغوی سره نغدي مرستې کېږي او دا پروسه به ولایتونو ته هم اوږده شي.
مسیر
د اقلیمي بدلون له امله افغانستان ته دوه میلیارده ډالره زیان اوښتی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مصر په شرم الشيخ ښار کې د اقليمي بدلون د ۲۷مې سرمشريزې دایرېدو ته غبرګون ښودلی. دغه وزارت یاده غونډه نړۍ ته د ور پېښو اقليمي ننګونو لپاره د حل لارو را اېستلو پر لور لومړنی ګام بولي او باور لري چې ګډې ننګونې له تفاهم او ګډ کار پرته نه شي هوارېدلی. اعلامیه کې راغلي د افغانستان په څېر هغه هېوادونه بايد له پامه و نه غورځول شي چې د اقليم په بدلون کې يې هېڅ منفي ونډه نه ده لرلې، خو له ناوړو اغېزو سره يې لاس او ګرېوان دي. بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې يوازې سږ کال افغانستان ته د اقليمي بدلون د منفي اغېزو له کبله له دوه ميليارده ډالرو زيات زيان اوښتی. دغه وزارت ټینګار کړی، چې د دغه زيان جبران، د نورو احتمالي زيانونو کمول او له ګواښ سره مخ ټولنو مقاومت لوړول په هېواد کې د اقتصادي ثبات تر راتګ پورې د نړيوالې ټولنې داسې پرمختيايي مرستو ته اړتيا لري چې د افغانستان د ملي لومړيتوبونو په رڼا کې تر سره شي.
اوچا: افغانستان کې بشري مرستو ته د اړتيا سراسري ارزونه کوو
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې يا اوچا ويلي چې غواړي په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتيا سراسري ارزونه وکړي. اوچا د يوه بيان په خپرولو سره ويلي چې د بشري مرستو د اړتيا په ارزونو کې به د بېوزلۍ، کرونا وبا، طبيعي پېښو، سياسي بې ثباتۍ او اقتصادي کړکيچ له کبله خلکو ته د اوښتو زيانونه کچه مالومه کړي. دې ادارې ويلي چې د ارزونې پايلې به د راتلونکي لپاره د پلانونو او پروګرامونو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي. د يادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ کال کې هم ورته ارزونه کړې وه.