د خپلواکه هیوادونو ملګرتیا امریکا ته تر ټولو پریکنده ځواب دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123364-د_خپلواکه_هیوادونو_ملګرتیا_امریکا_ته_تر_ټولو_پریکنده_ځواب_دی
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د روسیې د ملي امنیت د شورا له سیکرټر سره په کتنه کښې ټینګار وکړ: د خپلواکه هیوادونو ملګرتیا د امریکا د بې ثباتۍ رامینځته کونکي سټراټيژۍ ته تر ټولو پریکنده ځواب دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 10, 2022 00:18 Asia/Kabul
  • د خپلواکه هیوادونو ملګرتیا امریکا ته تر ټولو پریکنده ځواب دی

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د روسیې د ملي امنیت د شورا له سیکرټر سره په کتنه کښې ټینګار وکړ: د خپلواکه هیوادونو ملګرتیا د امریکا د بې ثباتۍ رامینځته کونکي سټراټيژۍ ته تر ټولو پریکنده ځواب دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د روسیې د ملي امنیت د شورا له سیکرټر نیکلای پاتروشیف سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د اقتصادي او د سټراټيژیکو ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ او وویل شو چې د سیمه ییزو ملګرتیاو پیاوړي کول د ثبات او د سولې د رامینځته کولو ترټولو ښه لاره ده.

ولسمشر په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي سیاست له جنګ سره مخالفت دی وویل د جنګ د لمن او د سویې پراخیدل د ټولو هیوادونو د اندیښنې سبب دي.

د روسیې د ملي امنیت د شورا سیکرټر نیکلای پاتروشیف هم د سیمه ییزو موسسو او د ټولنو په چوکاټ کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پراخولو په هکله د هیلې په څرګندولو سره وویل د څو قطبي نړۍ رامینځته کول د نړۍ د ټولو هیوادونو د ګټو په لړ کښې ده.