ایران او عمان په سیمه ایزو او نړیوالوموضوعګانو یوشان دریځونه لري
د ایران او عمان اړیکوې په وروستیو څو لسیزو کې په فارس خلیج کې له تاؤتریخوالو او له ایرانه د ویرولو د پروسې د سختولو لپاره د امریکا له سپیرو هڅو سره سره، تل دمتقابل احترام او ګټو باندې مشتملې دي.
د ایران او عمان خارجه وزیرانو په ټيلیفوني خبرو کې د دوواړخیزو اړیکو او سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو او موضوعګانو په باب د نظر تبادله وکړه.
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون ناوخته د عمان سلطنت له خارجه وزیر سید بدربن حمدالبوسیدي سره په ټیلیفونی تماس کط د دواړو هیوادونو مثبتو اړیکو او د د دوواړخیزو مناسباتو د پراختیا او پیاوړتیا او دغه راز د سیمه ایزو اونړیوالو ملګرتیاؤ د دوام لپاره ددواړو لورو هوډ ته په اشارې سره ، د ایران په ضد د ظالمانه اوغیر قانوني بندیزونو د لغوه کونکو خبرواترو وروستیو حالاتو په اړه هم مشورې وکړې.
امیر عبداللهیان یوې ښې پیاوړي او تل پاتې نړیوالې موافقې ته درسیدا لپاره د عمان د پاچا او خارجه وزیر رغنده او مثبتونو هلوځلو ته په اشارې سره د دوي قدرونه وکړه.
د ایران او عمان اړیکوې په وروستیو څو لسیزو کې په فارس خلیج کې له تاؤتریخوالو او له ایرانه د ویرولو د پروسې د سختولو لپاره د امریکا له سپیرو هڅو سره سره، تل دمتقابل احترام او ګټو باندې مشتملې دي.
د عمان چارواکي باؤري دي ،له ایران سره نزدې اړیکې حقیقت پالنې په اساس دي او ایران یو لوي او دوست ګاونډی ګڼي، او دواړه هیوادونه له یوه بل سره هیڅ ډول مځکني یا سرحدي اختلافات نه لري او له عمانه د ایران ملاتړ د عمان په تاریخي حافظې کې یو مثبت او تل پاتې بڼه غوره کړ ې ده .