بندیز او بې ثباتي د دښمن دوې سټراټژيکې تیروتنې دي
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل،بندیز او بې ثباتي جوړل ، د ایران د ملت په ضد د دښمن دوې سټراژيکې تیروتنې دي چې تل ئې ماته خوړلې ده.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی،د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي نن د تهران دجنوب ختیځ پاکدشت ولسوالۍ د خلکو په ټول کې ووئیل،ددښمن دبندیز سیاست ناکام شوی او دهیواد بې ثباته کولو سیاس هم د بندیز د سیاست په څير ماته خوړلې ده.
ابراهیم ریئسي پخپلې وینا کې ووئيل،دښمن غواړي د ولس خدمت ونه شي، پراختیا او پرمختګ ونه شي،ځوانان او پيغلې لوړو علمی څوکو ته ونه رسیږي او خپل اجرائي او خدمت وړاندې کونکی رول ونه لرل شي او امید په ناامیدئ بدل شي.
د اسلامی ایران ولسمشر روښانه کړه ،دښمن نه غواړي ډ ایران پوهان علمی څوکې فتح کړي او په لویدیځي آسیا سیمې کې لومړنۍ خبره وکړي.
د ایران د اجرایه قوې مشر زیاته کړه ، په ولس مې د ناامیدۍ رامینځةکول د دښمن غوښته ده ،خو اسلامی انقلاب خلکو ته امید ورکوي او د ایران په ټولنې کې د نهیلیتوب رامینځةکول د دښمن یوه غلطه نسخه ده،دا د دښمن یوه سټراټژيکه تیروتنه ده چې دښمن ئې ترسره کوي.په د غو اقداماتو سره به هیڅ په لاس ورنشي.