دښمنان دې پوهه شي په ایران کې د لاسوهنې تاوان به ورکړي
(last modified Thu, 10 Nov 2022 11:44:46 GMT )
Nov 10, 2022 16:14 Asia/Kabul
  • دښمنان دې پوهه شي په ایران کې د لاسوهنې تاوان به ورکړي

د ایران ددرستو قواؤ د ستر قوماندان لوړپوړي سلاکار ووئيل،د فارس خلیج د څنډې ځيني هیوادونه  باید خپلې دخپل امنیت او  خپلو رسندویو ترمینځ یو شی وټاکي  او که په ایران کې دخالت کوي،نو تاوان به ئې هم پرې کړي.

 

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،د  اسلامي انقلاب دستر لارښود او دردستو قواؤ لوړپوړي سلاکار سردار ر حیم صفوي  دسردار حسن تهراني مقدم  د شهادت  دیولسمې کلیزې په دستورو  کې چې د سپا پاسدارانود هوافضا  ځواک په قوماندانۍ کې  ترسره شوي ،زیاته کړه ،د سلطې نظام د امریکا اوصهیونیسټانو  او دفارس خلیج د جنوب ځينو صحرا میشتو قبایلو په ملګرتیا سره  د ایران له فرهنګ او تمدنه بې خبره  دی.

سردار یحیی رحیم صفوي  ووئیل ، دښمن په درو ډګرونو کې یعني ، د اسلامی نظام د نسکورولو،په تپلی جنګ او په سیمه ایزې جبهې کې  د ایران له ملته سخته ماته خوړلې ده،خو بیا هماغه شان د ایران د ملت په ضد په دسیسو بوخت دی.

د ایران ددرستو قواؤ  دستر قوماندان لوړپوړي سلاکار روښانه کړې ده ،د ایران دښمنانو په وروستیو بلواؤ کې  له داخلی جاسوسانو اوفسادګرو استفاده وکړه،خو د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په حکیمانه رهبرۍ سره دغه فتنه  ناکامه شوه.

هغه ټينګار وکړ، دښمنان دې پوهه شي ، د ایران ملت قدرتمند ی او له ګواښونه نه ویریږي.

دایران د توغندي پلار سردار حسن طهراني مقدم دشهادت د یولسمې کلیزې دستورې  نن د  د ایران ددرستو قواؤ دستر قوماندان د لوړپوړي سلاکار سردار یحیی رحیم صفوي، دسپاه دهوافضا ځواک دقوماندان سردار امیر علی حاجی زاده او دسپاه دقدس ځواک د قوماندان سردار اسماعیل قاآني  اوی وشمیر نورو قوماندانانو  او دهغه دملګرو په شتون سره ترسره شوې. د ایران د توغندي پلار حسن طهراني مقدم د ۲۰۱۲کال دنومبر په یولسمه نیټه د مهماتو په یوه انبار کې دچاودنې له امله شهیدشو.