مسلمان هلک ائن سټاین او هاکنګ ته ماتي ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123594-مسلمان_هلک_ائن_سټاین_او_هاکنګ_ته_ماتي_ورکړه
زمونږ خبریال وايي په بریتانیا کښې میشت یولس کلن مسلمان هلک یوسف شاه البرټ ائن سټاین او اسټیفن هاکنګ ته ماتي ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2022 09:34 Asia/Kabul
  • مسلمان هلک ائن سټاین او هاکنګ ته ماتي ورکړه

زمونږ خبریال وايي په بریتانیا کښې میشت یولس کلن مسلمان هلک یوسف شاه البرټ ائن سټاین او اسټیفن هاکنګ ته ماتي ورکړه.

یولس کلن یوسف شاه په مینسا ازموینې کښې تر ټولو زیاتې نمرې ترلاسه کړې او لوې لوې کسان یې شاته کړل.

په بریتانیا کښې دیره دغه مسلمان هلک په ايي کیو ټیسټ (intelligence quotient)کښې یوسل دوه شپیته نمرې ترلاسه کړې دا په داسې حال کښې دي چې البرټ  ائن سټاین او اسټیفن هاکنګ په ايي کیو ازموینې  کښې یوسل شپیته نمرې ترلاسه کړي وې.

رسنیو وویل یولس کلن هلک یوسف شاه د شپږم ټولګي زده کونکی دی او په ټول ښوونځي کښې زده  کونکی هغه ډیر هوښیار او ذهین ګڼي خو دغه هلک په خپله دغه پوهیدل غواړي ایا په حقیقي ډول داسې دي چې په حقیقت کښې دې او دې  په هغو دوه فیصده خلکو کښې شامل دی چې دغه امتحان ورکوي.

د یوسف شاه پلار عرفان وویل زما زوي د ايي کیو امتحان لپاره هیڅ جلا تیاري نه وه کړي بلکې هغه یوازې د ښوونځي د ټيسټ او ازموینې لپاره تیاري کوله.

عرفان ویل په ايي کیو ازموینې کښې یوسف شاه په دریو دقیقو کښې د پینځلسو پوښتنو ځوابونه ویل خو یوسف شاه پوه نه و شوی چې دغو پینځلسو پوښتنو ته د ځوابونو د ویلو لپاره له ده سره دیارلس دقیقې وخت شته چې له کبله یې یوسف شاه پوښتنو ته په ځوابونو ویلو کښې زیات وخت واخیست.

خو له دې سره سره یوسف شاه په ايي کیو امتحان کښې ډیر ښه کارندوالی وښود.