د رسنیو د جنګ هدفونه د امریکا د جنایتکارو پاکول دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123814-د_رسنیو_د_جنګ_هدفونه_د_امریکا_د_جنایتکارو_پاکول_دي
زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د سیاسي دباو او د رسندوي جنګ هدفونه د امریکا د جنایتکارانو پاکول وبلل.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 20, 2022 15:03 Asia/Kabul
  • د رسنیو د جنګ هدفونه د امریکا د جنایتکارو پاکول دي

زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د سیاسي دباو او د رسندوي جنګ هدفونه د امریکا د جنایتکارانو پاکول وبلل.

هغه نن د یمن د ماشومانو د شهادت او د ژوبلیدا په مقابل کښې د نړیوالو موسسو چپتیا او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د بشري حقوقو د مدعیانو د ګډوډ کړچار په یادونې سره وویل د یمن پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف په جنګ کښې د اته زره ماشومانو شهادت او ژوبله او په روان میلادي کال کښې د صهیونیسټ رژیم لخوا د څه د پاسه اوه سوه پنځوس کسانو نیول او د اوه څلویښتو کسانو شهادت او د یوسل څلورشپیتو نورو ماشومانو ژوبلول د نړیوالو موسسو د چپتیا او د بشري حقوقو د مدعیانو په ملاتړ سره ترسره شول.

د یمن د بشري حقوقو یوې موسسې د بشري حقوقو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل د سعودي عربستان ائتلاف په دوه زره پینځلسم میلادي کال کښې په یمن باندې د تیري له لومړیو څخه تراوسه د یمن څه د پاسه پینځه زره ښځې وژلي یا ژوبلې کړي دي.