د ایران طبي تجهیزات د دنیا له ۶۰ زیاتو هیوادونو ته صادریږي
د ایران د خوړو او درملو د سازمان د طبي تجهیزاتو او ملزوماتو د برخې لوې مدیر د دنیا څه باندې شپیتو هیوادونو ته د ایران د طبي تجهیزاتو د صادریدو خبر ورکړی دی
د ایران د خوړو او درملو د سازمان د طبي تجهیزاتو او ملزوماتو د برخې لوې مدیر د دنیا څه باندې شپیتو هیوادونو ته د ایران د طبي تجهیزاتو د صادریدو خبر ورکړی دی
د ایراني ماهرانو او پوهانو په برکت د دې هیواد ډول ډول طبي محصولات د نړۍ بیلابیلو سیمو ته صادریږي.
رو ح ا... مزیناني وویل: د طبي تجهیزاتو د ادارې له خوا ۱ زر ۸ سوه ۵۰ صادراتي پروانې صادرې شوې دي او به ایران کښې تولید شوي محصولات د دنیا له شپیتو زیاتو هیوادونو ته صادریږي.
هغه زیاته کړه: د تولید کونکو په همفکرۍ او مشارکت سره او د اړوندو ادارو او ارګانونو په مرستې سره، د ایران خلاف د ظالمانه نړیوالو بندیزونو نه په راتیریدو سره اوس په هیواد کښې دننه د آرتوپیډک یا د هډوکو، زړه او رګونو، سترګو او مغزو او اعصابو په شان مختلفو برخو کښې ډول ډول تحصصي تجهیزات په پراخه پیمانه تولیږي او د کورني ضرورت پر پوره کولو سربیره د نړۍ نورو هیوادونو ته صادریږي.