وروستی فتنه د امریکا او د اسرائیلو په هدیرې بدلوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124120
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان حسین سلامي ټینګار وکړ: نن سبا امریکا ، انګلستان، اسرائیل او ال سعود په ټولو قواو سره ډګر ته راوتلي دي خو په پریکنده توګه د دغه نړیوال جنګ او د سترې فتنې ډګر د دښمانانو د اسرائیلو د امریکایانو او د دوې په هدیرې بدلوو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 27, 2022 14:06 Asia/Kabul
  • وروستی فتنه د امریکا او د اسرائیلو په هدیرې بدلوو

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان حسین سلامي ټینګار وکړ: نن سبا امریکا ، انګلستان، اسرائیل او ال سعود په ټولو قواو سره ډګر ته راوتلي دي خو په پریکنده توګه د دغه نړیوال جنګ او د سترې فتنې ډګر د دښمانانو د اسرائیلو د امریکایانو او د دوې په هدیرې بدلوو.

حسین سلامي د ایران د زاهدان په اولمپیک سټیډیم کښې د سیستان و بلوچستان ولایت د پینځلس زره کسیزه بسیجیانو په ټول کښې وویل که چیرې وغواړو د انسان په څیرې کښې شرف، کرامت، پتیالیتوب او حریت انځور کړو یو سیستان و بلوچستان دقیقا د هغه نښه ده.

حسین سلامي زیاته کړه هغه وخت چې شیعه او سنيان د دغه ټاټوبي د  خلکو په دفاع کښې د یوه بل په څنګ کښې شهیدیږي  او د تر ټولو مومنو انسانانو وینه په یوې ترهګرې پیښې کښې له یوبل سره یوځاې کیږي دا د یوه نه شلیدونکي وحدت سرچینه ده.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان حسین سلامي جوته کړه کله چې تکفیري ترهګر د امریکا ، اروپا او  د صهیونیسټ رژیم په مدیریت سره په سوریې ، په لبنان په عراق او په یمن یرغلونه کوي دا بسیجیان دي چې میدان ته ورځي او هغوې خپل کورونه پریږدي او په دښمن باندې بریدنه کوي او دوې ملتونه د پردیو له قید څخه ژغوري.

هغه وویل دښمن ډیر ګډوډ خوبونه ویني او هغوې نه پوهیږي چې دغه(ایران) ټاټوبی او انقلاب پیاوړی دی.