دعراق د پرمختګ د دښمنانو په وړاندې ودریږئ
حضرت امام خامنه ای د عراق له لومړی وزیر محمد شیاع السودانی او ورسره ملګري پلاوی سره په کتنه کې دغه هیواد له انساني او طبیعی شتمنیواو همداراز کلتوری ، تاریخی او تمدنی مخینې له نظره د سیمې یو برتر عربی هیواد وباله او جوته یې کړه له بده مرغه له داسې مخنیې سره سره عراق تراوسه ندې توانیدلې په خپل واقعی او لوړ ځای کی ودریږي او تمه کیږی چی د تاسو په شتون سره عراق خپل حقیقی او لوړ پرمختګ ته ورسی .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمي سید علی خامنه ای د عراق له لومړی وزیر سره په کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی دغه هیواد دښمنان لري وفرمایل باید په خلکو او انګیزه لرونکی ځواک اوځوانانو په تکیې سره چی د داعش له عظیم او مهلک خطر سره په مقابله کی خپل امتحان ورکړی دی ، د دښمن د ارادې په وړاندی کلک ودریږئ .
حضرت امام خامنه ای د عراق له لومړی وزیر محمد شیاع السودانی او ورسره ملګري پلاوی سره په کتنه کې دغه هیواد له انساني او طبیعی شتمنیواو همداراز کلتوری ، تاریخی او تمدنی مخینې له نظره د سیمې یو برتر عربی هیواد وباله او جوته یې کړه له بده مرغه له داسې مخنیې سره سره عراق تراوسه ندې توانیدلې په خپل واقعی او لوړ ځای کی ودریږي او تمه کیږی چی د تاسو په شتون سره عراق خپل حقیقی او لوړ پرمختګ ته ورسی .
د رهبرۍ ستر مقام ټینګار وکړ د عراق پرمختګ او خپل واقعی او لوړ ځای ته د عراق رسیدا د ایران د اسلامی جمهوریت په ګټه دې .
هغوخپل واقعی ځای ته د عراق د رسیدا یو اساسی ضرورت د عراق دننه وحدت او کوټلتیا وباله او زیاته یې کړه د دغه پرمختګ یو بل ضرورت د عراق له انګیزه لرونکیو او ځوان ځواک زیات نه زیات استفاده ده .
حضرت ایت ا... خامنه ای همداراز د عراق د لومړی وزیر دغو خبرو ته په اشارې سره چی د اساسی قانون په اساس هیچا ته د ایران د امنیت د ګډوډولو لپاره د عراق له خاورې د استفادی اجازه نه ورکوی ، وفرمایل له بده مرغه اوس د عراق په ځینو سیمو کې داکار کیږی او یوازنۍ حل لاره یې دا ده چی د عراق مرکزی حکومت هغو سیمو ته خپل اقتدار پراخ کړي .
دوی همداراز ټینګار وکړ البته د عراق د امنیت په اړه زمونږ لیدتوګه دا ده چی که هر لوری د عراق د امنیت د خرابولو نیت ولرلې شی مونږه به خپل سینه د هغه په وړاندی او له عراقه د ساتنې په وړاندې ډال وګرځوو .
د رهبرۍ ستر مقام په دې په ټینګار سره چی د عراق امنیت دایران امنیت دی ، هماغه ډول چی د ایران امنیت هم د عراق په امنیت کې اغیزمن دې ، په تهران کی د عراق د لومړی وزیر مزاکراتو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه په تیرو پړاونو کې هم ښه مزاکرات او تفاهمونه وشول خو ډیر کم د عمر پړاو ته ورسیدل ، په دې اساس باید د ټولو تفاهمونو په تیره بیا د اقتصادي ملګرتیاو ، د شیانو د مبادلاتو او ریلی ارتباطات په برخه کې د اقدام او عمل په لور ولاړ شو .